د طوفان الاقصی ترټولو لویه نتیجه داسرائيلو له دفاعي سسټمونو تیریدا وه
سردار رشید زیاته کړې ده،صهیونیسټي رژيم د حماس دعملیاتو په وړاندې له سټراټژيکې غافلګیرۍ سره مخ شوی دی.
د خاتم الانبیاء(ص) دمرکزي غونډ قوماندان په یولړ څرګندونو کې ټينګار وکړ،د اسرائيلو له مخه نیونکو سسټمونو څخه تیریدا د حماس غورځنګ د طوفان الاقصی د عملیاتو ترټولو لویه نتیجه وه .
سردار تورن جنرال غلام علی رشید نن د درست ایران د بسیجي ځواک د قوماندانانو په ټول کې ووئیل،د حماس غورځنګ دیرغلیزو عملیاتو ترټولو مهمه نتیجه د اسرائيلو د مخه نیونکو سسټمونو له قدرته تیریدا ده . دغه سټراټژيک بدلون ډير تحولات رامینځةکړي دي اوغاصب اسرائيل په غزې باندې د حملې لپاره د بیان مخه نیونکو سسټمونو درامینځةکولو په موخې سره په سټراټژيکې تنګڅې کې دی.
ایرناخبری آژانس راپور ورکړی، سردار رشید زیاته کړې ده،صهیونیسټي رژيم د حماس دعملیاتو په وړاندې له سټراټژيکې غافلګیرۍ سره مخ شوی دی.
د خاتم الانبیاء(ص)غونډ قوماندان ټينګار وکړ،غاصب اسرائیل به په غزې د مځکنۍ حملې کې په مخه نیونکي هدف سره پر سټراټژیکو ناکامیو باندې د غلبې لپاره حتما دلازیاتو تاوانونو زغمونکی شي.