په غزې باندې د جنګ مدیریت امریکایانو سره دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i140738-په_غزې_باندې_د_جنګ_مدیریت_امریکایانو_سره_دی
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان ویلي دي چي د طوفان الاقصی د عملیات د تر سره کولو پرېکړه فلسطنیانو خپله کړې ده، اوس په غزې باندې د جنګ قومنده د امریکایانو په لاس کې ده.
(last modified 2024-08-04T07:10:57+00:00 )
Oct 30, 2023 12:27 Asia/Kabul
  • په غزې باندې د جنګ مدیریت امریکایانو سره دی

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان ویلي دي چي د طوفان الاقصی د عملیات د تر سره کولو پرېکړه فلسطنیانو خپله کړې ده، اوس په غزې باندې د جنګ قومنده د امریکایانو په لاس کې ده.

د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان بلومبرګ سره په مرکه کې وویل:  زمونږ د معلوماتو له مخې، په غزې باندې د جنګ مدیریت د امریکایانو په لاس کې دی او صهیونیستي رژیم هم د امریکا په نیابت دغه جنګ تر سره کوي، لیکن مدیریت له امریکایانو سره دی ځکه چي د اسرائیل د رژیم په دننه کې یو پاشلی حالت واکمن دی.

 هغه زیاته کړه: امریکایان نورو ته د حوصلې سپارښتنه کوي، لیکن خپله په مستقیمه توګه له اسرائیل رژیم څخه ملاتړ کوي او د نړیوالو اصولو له مخې، په غزې باندې یرغلکوونکي بلل کیږي، که مونږ په تېرو دریو اونیو کې د امریکا د کړچار اثرات وڅېړو وینو چي له اسرائیل رژیم څخه د واشنګټن ملاتړ د بې شماره فلسطیني ښځو او ماشومانو د وژلې او د جګړې د زیاتوالې لامل شوی دی.

د ایران خارجه وزیر خبرداری ورکړ چي د دغه بهیر دوام کولایشي حالات په سیمه کې له کنټروله وباسي، که امریکا دغه کړچار ته دوام ورکړي د صهیونیست رژیم په ضد له نورو خواو څخه د جنګ د پیلېدو مخنیوی، ناممکنه ده، په دغه شان حالت کې به هم صهیونیستي رژیم پښېمانه شي او هم امریکا به سخت زیانونه وګالې.

امیر عبداللهیان وویل: لومړی دا چي د طوفان الاقصی د عملیات د تر سره کولو پرېکړه یوه بشپړه فلسطیني پرېکړه وه چي دلایل یې هم ټوله نړۍ ته څرګنده ده، بله خبره دا چي حماس، اسلامي جهاد او حزب الله داسي ډلې دې چي د خپلو هیوادونو د ګټو په لړ کې اقدام کوي او د ایران تر امر لاندې نه دي او مونږ هغوی ته د څه کولو او یا نه کولو امر نه شو کولای.