هر ډول ګواښ ته به سخت ځواب ورکړو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i140756-هر_ډول_ګواښ_ته_به_سخت_ځواب_ورکړو
په ملګرو ملتونو کې د ایران د اسلامي جمهوریت استازی له اسرائیل رژیم څخه د امریکا ملاتړ ته په اشارې سره، خبرداری ورکړ چي تهران به هر ډول ګواښ ځپونکی ځواب ورکړي.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Oct 31, 2023 04:05 Asia/Kabul
  • هر ډول ګواښ ته به سخت ځواب ورکړو

په ملګرو ملتونو کې د ایران د اسلامي جمهوریت استازی له اسرائیل رژیم څخه د امریکا ملاتړ ته په اشارې سره، خبرداری ورکړ چي تهران به هر ډول ګواښ ځپونکی ځواب ورکړي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د ایران استازی امیر سعید ایروانی د دې په بیانولو چي امریکا له اسرائیل رژیم څخه په ملاتړ او د فلسطیني ولس په عام وژنې سره، د جنګ په لټه کې ده، وویل: له اسرائیل رژیم څخه د امریکا ملاتړ په غزې باندې د روانو غمیزو او د صهیونیست رژیم د بې حده ظلمونو او جنایاتو یو تر ټولو ستر لامل دی.

هغه د دې په بیانولو چي ایران په سیمه کې د ثبات په لټه کې دی، زیاته کړه: د ټنشنونو د زیاتوالې نه د مخنیوی او په غزې باندې د صهیونیست رژیم د بریدونو د ختمېدو او فلسطینیانو سره د سمدستي بشردوستانه مرستو لپاره د نړیوالې ټولنې له هلو ځلو سره د پیوستون اعلان کوي.

د ایران استازی یادونه وکړه چي تهران د نړیوالو قوانینو او د ملګرو ملتونو د مسودې په چوکاټ کې هر ډول ګواښ او یا برید ته چي د هغه ملي ګټې او امنیت ته زیان ورسوي، پرېکنده ځواب ورکوي.