د تهران او کابل ترمنځ په سوداګرۍ کې ۲۰ سلنه وده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i140938-د_تهران_او_کابل_ترمنځ_په_سوداګرۍ_کې_۲۰_سلنه_وده
په ایران کې د سوداګرۍ د پراختیا مرستیال سازمان په تېره یوه اوونۍ کې د تهران او کابل ترمنځ د سوداګرۍ په کچه کې د ۲۰ سلنه زیاتوالي خبر ورکړ.
(last modified 2023-11-03T09:25:53+00:00 )
Nov 03, 2023 09:42 Asia/Kabul
  • د تهران او کابل ترمنځ په سوداګرۍ کې ۲۰ سلنه وده

په ایران کې د سوداګرۍ د پراختیا مرستیال سازمان په تېره یوه اوونۍ کې د تهران او کابل ترمنځ د سوداګرۍ په کچه کې د ۲۰ سلنه زیاتوالي خبر ورکړ.

په ایران کې د سوداګرۍ د پراختیا مرستیال سازمان په تېره یوه اوونۍ کې د تهران او کابل ترمنځ د سوداګرۍ په کچه کې د ۲۰ سلنه زیاتوالي خبر ورکړ.

د ایرنا د خبر له مخې؛ د ایران د سوداګرۍ د پراختیا د سازمان مرستیال "محمد صادق قنادزاده " وویل چې افغانستان د ایران ستراتیژیک ملګری دی او په وینا یې دواړه هېوادونه له یو بل سره سیاسي، تاریخي او فرهنګي اړیکي لري او له همدې امله اقتصادي اړیکې هم ښې او مخ پر وده دي.

قنادزاده وایي، د روانې میاشتې په تېره اونۍ د ارقامو له مخې د ایران او افغانستان ترمنځ د تیر کال د همدومره مودې پر بنا د سوداګرۍ په کچه کې له پنخلس څخه تر شل سلنو پورې زیاتوالی راغلی دی.

د ایران د سوداګرۍ د پراختیا د سازمان مرستیال وویل چې ایران او افغانستان د درې میلیارده ډالرو په ارزښت سوداګري تجربه کړې ده، خو په افغانستان کې د سیاسي ثبات نشتوالی، د زیربناوو او سړکونو نشتوالی او د ګمرکونو د چارواکو بې غوري د دواړو هېوادونو د اقتصادي پرمختګ پر وړاندې له خنډونو څخه بلل شوي دي چې د دغو ستونزو په ليرې کولو سره به د تېرو دريو ملياردو ډالرو سوداګري په اسانۍ سره تر سره شي.

د ۲۰۲۱ کال د اګست په دریمه د ایران د دیارلسمې دورې حکومت له نافذیدو راهیسې، په بهرني سیاست کې د توازن ساتل، له ګاونډیو او د سیمې له هیوادونو سره د همکارۍ پراخولی د خپلو بهرنیو پروګرامونو په لومړیتوبونو کې قرار لري.