رئیسي: د حق جبهه او فلسطین به بریالي شي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i140954-رئیسي_د_حق_جبهه_او_فلسطین_به_بریالي_شي
د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر په فلسطین کې وروستیو تحولاتو ته په اشارې سره وویل: د حق جبهه او فلسطین به ګټوونکي شي.
(last modified 2023-11-03T20:06:10+00:00 )
Nov 03, 2023 11:58 Asia/Kabul
  • رئیسي: د حق جبهه او فلسطین به بریالي شي

د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر په فلسطین کې وروستیو تحولاتو ته په اشارې سره وویل: د حق جبهه او فلسطین به ګټوونکي شي.

د ایرنا خبري اژانس د خبر له مخې؛ د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر سید ابراهیم رئیسي د دغه هیواد په لویدیځ کې د میرزي بانه ښار د خلکو په یوه غونډه کې په دې خبرې سره چې په غزې باندې د صهیونیسټي رژیم په حملو کې څلور زره فلسطینی ماشومان شهیدان شوي دي، زیاته کړه، هغه څه چې نن ورځ په فلسطین کې لیدل کیږي د عراق د بعث رژیم لخوا په ایران باندې د تپل شوې جګړې یوه بیلګه ده.

رئیسي زیاته کړه، نن هماغه باطل غورځنګ او هماغه امریکا چې په بانه کې یې په تپل شوې جګړه کې ناورین رامنځته کړی، په فلسطین کې جنایتونه کوي، هماغه جریان چې پرون یې د ایران د کردستان او خوزستان ښارونه وران کړل نن د فلسطین د خلکو کورونه ورانوي.

د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر څرګنده کړه: که پرون جنایتکار صدام او امریکایان او شریر اروپایی هیوادونه محاکمه شوی وای، نن به په غزه کې د امریکې او صهیونیسټ رژیم دغه وحشتناک جنایت نه وی لیدل شوی.

د یادونې وړده چې د صهیونیسټ رژیم په بریدونو کې تر دا مهاله له دیرش زرو زیات فلسطیني وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې چې زیات یې میرمنې او ماشومان دي.