ایران د غزې د خلکو پرضد د ظلمونو د بندیدا غوښتنه وکړه
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان او د بریتانیا خارجه وزیر جیمز سپینسر کلیورلې (James Spencer Cleverly) د فلسطین د غزې د بدلونونو او د ځینو دوه اړخیزه موضوعګانو په هکله خبرې وکړې.
د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان په دغو ټیلي فوني خبرو کښې د بریتانیا حکومت ته سپارښتنه وکړه چې په حقیقي کړچار سره د سیمې بدلونونو ته کتنه وکړي.
هغه په دې خبرې سره چې د نړیوالو حقوقو له نظره تر نیواک لاندې د هیواد خلک د جایزې دفاع کولو حق لري وویل په هر ډول کړچار کښې باید پوه شو چې د فلسطین د کړکیچ جرړه د اسرائیلو رژیم نیواکګرۍ ته ورستنیږي.
د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان ډاګینه کړه د نړیوالو حقوقو د اصولو په چوکاټ کښې په هر جنګ کښې باید د تناسب اصل ته پام وشي. په دې لړ کښې د څه د پاسه نهه زره(۹۰۰۰) فلسطیني ملکي وګړو عام وژله د صهیونیسټ رژیم لخوا په یوه ښکاره اعلان شوي نسل کشۍ او د انتقام د اخیستلو په عمل کښې په هیڅ معیار سره د منلو وړ چاره نه ده.
هغه د اسرائیلو له رژیم څخه د بریتانیا د خارجه وزیر د ملاتړو څرګندونو ته په ځواب کښې وویل د ایران اسلامي جمهوریت تل د نړیوالو قوانینو او د پيژندل شوی اصولو پربنسټ د نیواکګرۍ له ښکارندې سره مبارزه یو حق ګڼي.
د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان ټینګار وکړ په غزې کښې د اسرائیلو لخوا د فلسطینیانو نسل وژنه باید سمدستي بنده شي او غزې ته دې په پراخ سویه انسان دوستانه مرستې ورسول شي.
هغه له اسرائیلو د امریکا د حکومت پراخ ملاتړونه په سیمه کښې د جنګ د زیاتیدا عامل وبلل او ویې ویل په سیمه کښې د مقاومت ځواکونه له ایران څخه حکم نه ترلاسه کوي بلکې هغوې د شرایطو او د ملاحظاتو پراساس او د خپلو هیوادونو د ملي امنیت او د سیمې د امنیت په لړ کښې فیصلې ترسره کوي.
د بریتانیا خارجه وزیر جیمز اسپینسر کلیورلې هم په دغو ټیلي فوني خبرو کښې د فلسطین د بدلونونو په هکله د لندن دریځونو او د ایران او د انګلستان د اړیکو زوړوالي ته په اشارې سره په سیمه کښې د جنګ د لمن د پراخیدا د مخنیوي لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت د هڅو غوښتنه وکړه.