د ایران او د عراق خارجه وزیرانو خبرې وکړې
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت او د عراق د بهرنیو چارو وزیرانو په ټیلي فوني تماس کښې د فلسطین د روانو بدلونونو او په غزې تړانګه کښې د نسل وژنۍ د دوام په هکله د سلامشورې په ترڅ کښې د فلسطین د خلکو په ملاتړ کولو ټینګار وکړ.
د ایران د باندنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان بیګا په دغو خبرو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت وروستو ډيپلوماټیکو سلامشورو او تحرکاتو ته په اشارې سره د صهیونیسټ رژيم د جنګي جنایتونو دوام او د فلسطین د ملکي وګړو په تیره بیا د ښځو او د ماشومانو پراخه وژله او له صهیونیسټ رژيمه د امریکا پراخ وسله وال ملاتړونه په سیمه کښې د روان کړکیچ د زیاتیدا اساسي عامل وبلل او د غزې تړانګې د ملکي وګړو پرضد د امریکا لخوا د جنګ د زیاتیدا په مقابل کښې یې د جنګ د لمن پراخیدل یوه ناانکاریدونکي چاره وبلله.
د عراق د بهرنیو چارو وزیر فواد حسین هم په دغو خبرو کښې د فلسطین د خلکو د ملاتړ لپاره د اسلامي هیوادونو د غږمله او د کوټلي اقدام په ترسره کولو او د اسرائیلو د حملو د بندولو او د جنګ د پراخیدا په مخنیوي ټینګار وکړ.
د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان دغه راز د خپلو سیمه ئیزو سلامشورو په دوام کښې بیګا د عمان له خارجه وزیر سره د فلسطین د روانو بدلونونو په هکله بحث او خبرې وکړې.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان او د عمان خارجه وزیر سید بدر البوسعیدي په دغه ټیلي فوني تماس کښې د فلسطین د خلکو په تیره بیا د ښځو او د ماشومانو د وژلې د سمدستي بندیدا د لارو چارو د پیدا کولو او د غزې تړانګې د کلابندۍ د ختمولو او غزې ته د سونګو ، درملو او طبي تجهیزاتو په شمول د انسان دوستانه مرستو د استولو په هکله خبرې وکړې او د غزې تړانګې د فلسطیني وسیدونکو په زوره د کډوال کولو له سیاست سره په پریکنده مخالفت یې ټينګار وکړ.
د ایران او د عمان خارجه وزیرانو په دغو خبرو کښې په غزې تړانګې کښې انساني حالت خواشینونکی وباله او د اسلامي هیوادونو د تحرکاتو په زیاتولو او د غزې تړانګې د خلکو پرضد د صهیونیسټ رژيم د جنګي جنایتونو د بندولو لپاره یې د ګډو اقداماتو په ترسره کولو ټینګار وکړ.
په غزې تړانګې باندې د اسرائیلو د بمباریو او حملو دوام او د فلسطین د ښځو او د ماشومانو وژله په داسې حال کښې دوام لري چې د صهیونیسټ رژيم ملاتړو لویدیځو هیوادونو په تیره بیا امریکا تراوسه د ملګروملتونو په امنیت شورا کښې د اوربند هر ډول پریکړه لیک ویټو کړی او یا د فلسطین په خلکو باندې د بمباریو او د وژلې د بندولو لپاره د هڅې پرځاې له اسرائیلو څخه په ډیر ملاتړ کولو کښې د یو شمیر پریکړه لیکونو د تصویبولو هڅه کوي.
د فلسطین د روغتیا وزارت د راپور پراساس د غزې تړانګې پرضد د صهیونیسټ رژيم د حملو او د بمباریو د شهیدانو شمیر نهه زره دوه سوه اوویشت کسانو ته رسیدلی دی چې درې زه او اته سوه شپږویشت یې ماشومان دي.