د ایران او د عراق خارجه وزیرانو خبرې وکړې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i141024-د_ایران_او_د_عراق_خارجه_وزیرانو_خبرې_وکړې
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت او د عراق د بهرنیو چارو وزیرانو په ټیلي فوني تماس کښې د فلسطین د روانو بدلونونو او په غزې تړانګه کښې د نسل وژنۍ د دوام په هکله د سلامشورې په ترڅ کښې د فلسطین د خلکو په ملاتړ کولو ټینګار وکړ.
(last modified 2023-11-04T20:39:25+00:00 )
Nov 05, 2023 00:32 Asia/Kabul
  • د ایران او د عراق خارجه وزیرانو  خبرې وکړې

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت او د عراق د بهرنیو چارو وزیرانو په ټیلي فوني تماس کښې د فلسطین د روانو بدلونونو او په غزې تړانګه کښې د نسل وژنۍ د دوام په هکله د سلامشورې په ترڅ کښې د فلسطین د خلکو په ملاتړ کولو ټینګار وکړ.

د ایران د باندنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان بیګا په دغو خبرو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت وروستو ډيپلوماټیکو سلامشورو او تحرکاتو ته په اشارې سره د صهیونیسټ رژيم د جنګي جنایتونو دوام او د فلسطین د ملکي وګړو په تیره بیا د ښځو او د ماشومانو پراخه وژله او له صهیونیسټ رژيمه د امریکا پراخ وسله وال ملاتړونه په سیمه کښې د روان کړکیچ د زیاتیدا اساسي عامل وبلل او د غزې تړانګې د ملکي وګړو پرضد د امریکا لخوا د جنګ د زیاتیدا په مقابل کښې یې د جنګ د لمن پراخیدل یوه ناانکاریدونکي چاره وبلله.

د عراق د بهرنیو چارو وزیر فواد حسین هم په دغو خبرو کښې د فلسطین د خلکو د ملاتړ لپاره د اسلامي هیوادونو د غږمله او د کوټلي اقدام په ترسره کولو او د اسرائیلو د حملو د بندولو او د جنګ د پراخیدا په مخنیوي ټینګار وکړ.

د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان دغه راز د خپلو سیمه ئیزو سلامشورو په دوام کښې بیګا د عمان له خارجه وزیر سره د فلسطین د روانو بدلونونو په هکله بحث او خبرې وکړې.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان او د عمان خارجه وزیر سید بدر البوسعیدي په دغه ټیلي فوني تماس کښې د فلسطین د خلکو په تیره بیا د ښځو او د ماشومانو د وژلې د سمدستي بندیدا د لارو چارو د پیدا کولو  او د غزې تړانګې د کلابندۍ د ختمولو او غزې ته د سونګو ، درملو او طبي تجهیزاتو په شمول د انسان دوستانه مرستو د استولو په هکله خبرې وکړې او د غزې تړانګې د فلسطیني وسیدونکو په زوره د کډوال کولو له سیاست سره  په پریکنده مخالفت یې ټينګار وکړ.

د ایران او د عمان خارجه وزیرانو په دغو خبرو کښې په غزې تړانګې کښې انساني حالت خواشینونکی وباله او د اسلامي هیوادونو د تحرکاتو په زیاتولو او د غزې تړانګې د خلکو پرضد د صهیونیسټ رژيم د جنګي جنایتونو د بندولو لپاره یې د ګډو اقداماتو په ترسره کولو ټینګار وکړ.

په غزې تړانګې باندې د اسرائیلو د بمباریو او حملو دوام او د فلسطین د ښځو او د ماشومانو وژله په داسې حال کښې دوام لري چې د صهیونیسټ رژيم ملاتړو لویدیځو هیوادونو په تیره بیا امریکا تراوسه د ملګروملتونو په امنیت شورا کښې د اوربند  هر ډول  پریکړه لیک ویټو کړی او یا د فلسطین په خلکو باندې د بمباریو او د وژلې د بندولو لپاره د هڅې پرځاې له اسرائیلو څخه په ډیر ملاتړ کولو کښې د یو شمیر پریکړه لیکونو د تصویبولو هڅه کوي.

د فلسطین د روغتیا وزارت د راپور پراساس د غزې تړانګې پرضد د صهیونیسټ رژيم د حملو او د بمباریو د شهیدانو شمیر نهه زره دوه سوه اوویشت کسانو ته رسیدلی دی چې درې زه او اته سوه شپږویشت یې ماشومان دي.