امریکا او د هغې ملګري د ملتونو له خپلواکۍ ویریږي
تسنیم خبري اژانس راپور راکړی د ایران د حکومت ویاند «علي بهادري جهرمي» وویل: امریکا ، صهیونیسټ رژيم او د دوې نور ملګري هیوادونه د ملتونو له خپلواکۍ او ازادۍ ویره لري.
هغه پرون د تهران په لویدیځ کښې په قزوین ښار کښې د لړم د میاشتې د دیارلسمې نیټې د لاریون په مراسمو کښې وویل نن سبا په غزې تړانګې کښې د فلسطین ځوانانو وښودله د صهیونیسټ رژيم په مقابل کښې چې د لویدیځو هیوادونو لخوا لسګونو کلونه کیږي د یوه کیمپ په توګه په وسلو سمبال شوی و ودریږي او نن سبا د دغه رژیم سیالان یوشمیر انقلابي فلسطیني ځوانان دي چې کلونه کلونه کیږي په کامل ډول کلابندۍ کښې دي او دوې هیڅ لارې ته هم لاسرسی نلري.
د ایران د حکومت ویاند علي بهادري جهرمي ټينګار وکړ امریکا او اروپايي هیوادونو کلونه کلونه د اسرائیلو د غاصب رژیم د لړزانده امنیت لپاره پانګونه وکړه چې یوډول د لویدیځې اسیا(مینځني ختیځ) امنیت په لاس کښې واخلي خو کله چې د فلسطین یوشمیر ځوانان د مبارزې لپاره چمتو کیږي اسرائیل حتی د خپل امنیت د دفاع کولو قدرت هم نلري.
د ځان د دفاع کولو لپاره له صهیونیست رژیم څخه د لویدیځو هیوادونو ملاتړ عملا د فلسطین د ماشومانو او د ښځو د بې رحمانه وژلې په دوام کښې د تل اویو لپاره اجازې ورکول او شین څراغ دی.