ایران د نیپال زلزله ځپلیو ته مرستې استوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i141028-ایران_د_نیپال_زلزله_ځپلیو_ته_مرستې_استوي
ایسنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د سرې میاشتې( هلال احمر) مشر د نیپال هیواد له زلزله ځپلیو خلکو سره د مرستې لپاره د دغه ټولنې د چمتووالي خبر ورکړ.
(last modified 2023-11-05T02:02:50+00:00 )
Nov 05, 2023 04:27 Asia/Kabul
  • ایران د نیپال زلزله ځپلیو ته مرستې استوي

ایسنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د سرې میاشتې( هلال احمر) مشر د نیپال هیواد له زلزله ځپلیو خلکو سره د مرستې لپاره د دغه ټولنې د چمتووالي خبر ورکړ.

د ایران د سرې میاشتې مشر «پیر حسین کولیوند» د نیپال هیواد د سره صلیب مشر «سوډارشان پراساد» ته په یوه پیغام کښې وویل د  ایران هلال احمر ټولنه د نیپال له  زلزلې ځپلیو خلکو سره د مرستې لپاره د درملنې او د مرستندویه ټیمونو د استولو لپاره چمتووالی لري.

تیره شپه د نیپال هیواد په لویدیځ کښې شپږ اعشاریه څلور ریشټره سخته زلزله راغلي وه چې تراوسه پکښې یوسل اوه پنځوس کسان وژل شوي او ګڼ شمیر نور ژوبل شوي هم دي.

Image Caption