ملا برادر د ایران د کورنیو چارو له وزیر سره کتنه وکړه
د طالبانو د حکومت د موقتې کابینې اقتصادي مرستیال د ایران د کورنیو چارو له وزیر احمد وحیدي سره کتنه او د افغانستان او ایران د ګاونډیو هېوادونو دملګرتیاو په اړه یې د نظر تبادله وکړه .
د ایرنا د خبر له مخې، ملا عبدالغنی برادر او ورسره ملګری پلاوی د ایران د اسلامی جمهوریت له اقتصادی چارواکو سره د کتنې او سلامشورو په هدف د تجارتی او اقتصادی ملګرتیاو د سطحې د لوړولو ، د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا او د سوداګرۍ، ترانزیټ، پانګونې، ګمرکونو او مالي راکړو ورکړو په برخو کې د لا زیاتو همکاریو په موخه ایران ته سفر کړی دی .
د طالبانو ۳۰ کسیز پلاوی به پر تهران سربېره د ایران یو شمېر نورو ولایتونو ته هم سفر وکړي او د ایران د اسلامي جمهوریت د اقتصادي لویو پروژو په اړه به معلومات ورکړي.
د وروستیو شمېرنو له مخې د افغانستان په بازار کې د ایران ونډه ۳۵ فیصدو ته رسېږي او افغان پانګوال په ایران کې د بهرنیو پانګوالو د پام وړ برخه جوړوي.