د فلسطینیانو د وژلو دوام به د نړۍ لمن ونیسی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i141130-د_فلسطینیانو_د_وژلو_دوام_به_د_نړۍ_لمن_ونیسی
د اسلامی ایران ولسمشر په دې خبرې سره چې ایران د سمدستی اوربند، د محاصرې د ختمولو او د غزې له مظلومو خلکو سره د مرستو د برابرولو لپاره د هرډول نړیوالو ګډو هلو ځلو ملاتړ کوی، ټینګار وکړ: د فلسطین د خلکو وژلې د نړۍ د ټولو آزادو ملتونو وینه غوټولی ده او د دې وژنې دوام به له سیمې وراخوا پایلې ولري.
(last modified 2023-11-07T03:08:40+00:00 )
Nov 07, 2023 02:45 Asia/Kabul
  • د فلسطینیانو د وژلو دوام به د نړۍ لمن ونیسی

د اسلامی ایران ولسمشر په دې خبرې سره چې ایران د سمدستی اوربند، د محاصرې د ختمولو او د غزې له مظلومو خلکو سره د مرستو د برابرولو لپاره د هرډول نړیوالو ګډو هلو ځلو ملاتړ کوی، ټینګار وکړ: د فلسطین د خلکو وژلې د نړۍ د ټولو آزادو ملتونو وینه غوټولی ده او د دې وژنې دوام به له سیمې وراخوا پایلې ولري.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر، سید ابراهیم رئیسي د هند د لومړي وزیر نریندرا مودي د ټیلیفوني تماس په ځواب کې د دې خبرې په کولو سره چی  د مظلومو او بې ګناه ښځو او ماشومانو وژل، پر روغتونونو ، جوماتونو، کلیساګانو او د استوګنې سیموحملې  د هرانسان له نظره د غندلو او د نه  منلو وبللې او څرګنده  یی کړه: د فلسطین مقاومت ډلې د صهیونیسټي رژیم له نیواک سره د مقابلې مشروع حق لري او ټول هیوادونه باید د فلسطینی  ملت د ازادۍ او له ظلم د خلاصون لپاره

له دغې مبارزې ملاتړ وکړي.

رئیسي د فلسطین د اسلامي مقاومت وروستي عملیات د فلسطین د خاورې د غصب او نیواک، د ماشومانو او ښځو په وژلو او د فلسطین د ملت د حرمت په بې حرمتي کولو کښې د صهیونیسټي رژیم د سیاستونو او جنایتکارانه اقداماتو طبیعي ځواب وباله او ویې ویل. : دا څنګه ده چې د نازي المان په وړاندې د اروپايي هېوادونو مبارزه د ستاينې او اتلولۍ وړ عمل دی، خو د ماشومانو د وژنې او جنايتکار صهيونېسټ رژيم په وړاندې د فلسطيني ملت مقاومت د غندنې او رټلو وړ دی!؟

"نریندرا مودي" هم د صهیونیسټي رژیم د حملو له امله د غزې د تړانګې د اوسیدونکو د کړاو په اړه اندیښنه څرګنده کړه او د فلسطین د حقیقي او واقعي بدلونونو په بیانولو کښې یې د ایران د ولسمشر د ملاتړي او روښانه دریځ قدرونه وکړه.

د هند لومړی وزیر په غزه کښې د بمباریو د ختمولو او د سیمې نورو برخو ته د دغه کړکیچ د پراخیدو د مخنیوی لپاره ډیپلوماټیکو هلوځلو ته په اشارې سره وویل: نن سبا د هرچا دنده ده چې په غزه کښې د ښځو او ماشومانو وژله ختمه کړی. تر څو دوی ته هر ډول مرستې چمتو کړي چې دوی یې کولی شي