د مقاومت د چورلیز استازیو د فلسطین په ملاتړ ټینګار وکړ
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی « فلسطین او له صهیونیزم پرته دنیا» په نوم سره د ایران د «حزب موتلفه اسلامي» ګوند په غونډې کښې چې د مقاومت د چورلیز د استازیو په ګډون سره وشوه په صهیونیسټ رژيم باندې د نړیوال دباو د راوستل کیدا او د مظلومو او د مقتدرو مظلومو خلکو له مقاومت څخه د دفاع پرضرورت ټینګار وشو.
په ایران کښې د فلسطین د حماس اسلامي مقاومت غورځنګ استازي خالد قدومي په تهران کښې د حزب موتلفه اسلامي په غونډې کښې چې فلسطین له صهیونیزم پرته دنیا په نوم ترسره شو وویل طوفان الاقصی عملیات د قدس د ازادۍ او د ازادۍ د سپرلي سبب ګرځي.
قدومي وویل د غزې خلکو په خپل صبر سره بشري وجدان او ضمیر په حرکت کښې راوست.
په ایران کښې د فلسطین د جهاد اسلامي غورځنګ استازي ناصر ابوشریف هم په دغه غونډې کښې وویل که چیرې جنګ پراخ شي نو هیڅوک یې د پراخیدا حد نشي ښودلی.
په تهران کښې د لبنان د امل غورځنګ استازي صلاح فحص هم وویل په دغه جنګ کښې د اسرائیلو هدف له غزې تړانګې څخه د فلسطینیانو ایستل دي؛باید ددغه هدف مخه ونیسو.
په ایران کښې د عراق د لوړې شورا استازي ماجد غماس هم په دغه غونډې کښې وویل د عراق ملت او حتی د عراق حکومت ، سیاسي ډلې او دیني مرجعیت هماغه رازر د فلسطن له خلکو څخه په ملاتړ کولو کښې په خپلو دریځونو باندې ولاړ دي.
په ایران کښې د یمن د سفارت سرکنسول علي الحمران هم وویل د غزې د جنګ له پیل راهسې د یمن خلکو په ډګر کښې په شتون سره د فلسطین له مظلوم ملت څخه خپل ملاتړ اعلان کړی دی.
په تهران کښې د افغانستان د تبیان مرکز استازي حجت الاسلام سید حسن موسوي هم وویل د افغانستان خلک په اینټرنیټ پاڼو کښې د صهیونیسټ رژيم د جنایتونو د ایشوا کولو لپاره فعالیتونه ترسره کوي.
د پاکستان د حزب وحدت مسلمین استازي زهرا ناصري هم په دې خبرې سره چې طوفان الاقصی عملیاتو له اسرائیلو رژیم سره د سیمې د عربو هیوادونو داړیکو د عادي کیدا مخه ونیوله وویل د پاکستان خلک که هغه شیعه او سني وي د فلسطین د مسلې په هکله یوشان نظر لري.