رئیسي تاجیکستان او ازبکستان ته له سفره مخکې:
غزه، د اکو د غړو هیوادونو د بحث اساسي محور ده
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر تاجیکستان ته له تلو مخکې دې ته په اشارې سره چي دوهم مقصد یې ازبکستان دی، وویل: غزه د اکو د غړو هیوادونو د مشرانو د غونډې اساسي محور دی، ځکه چي د دنیا ټولو خلګو په غزې کې له روانو ظلمونو اندېښمن شوي دي.
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر سید ابراهیم رئیسي تاجیکستان ته له تلو مخکې په یوه خبري غونډه کې، وویل: دولت یې له ګاونډیو او مسلمانو هیوادونو سره اړیکو ته زیات اهمیت ورکوي او مرکزي اسیا هیوادونه هم له پراخوفرهنګي او اقتصادي ظرفیتونو څخه برخمن دي.
هغه زیاته کړه چي د تاجیکستان د ولسمشر په بلنې سره، دې ته هیواد ته روان دی څو د دوه اړخیزو فرهنګي، سیاسي او اقتصادي اړیکو د پراختیا په هکله خبرې اترې وکړي.
رئیسي زیاته کړه چي د ازبکستان د ولسمشر په بلنې سره، به له تاجیکستانه وروسته دې ته هیواد ته ولاړ شي او د ازبکستان له ولسمشر سره چي د ایکو د اقتصادي همکاریو د سازمان مشري په غاړه لري، خبرې وکړي.
ایت الله رئیسي یادونه وکړه چي د ازبکستان له ولسمشر او د اکو د اقتصادي همکاریو د سازمان له مشرانو سره به د غزې په هکله خبرې وکړي، او د صهیونیست رژیم جنایتونه به مطرح کړو.
د ایران ولسمشر دې ته په اشارې سره چي د نړۍ خلګو د غزې په مساله کې له نړیوالو سازمانونو له اقداماتو څخه ناراضه دي، وویل: د نړیوالو سازمانانو نا کارنده والې د خلګو لپاره روښانه شوي دي او خلګ پوهېدلې دي چي نړیوال نظم ناعادلانه دی او د مظلوم ږغ نه پکښې اورېدل کیږي.