صهیونیسټي رژيم د هیڅ نړیوالې قاعدې پابندي نه کوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i141246-صهیونیسټي_رژيم_د_هیڅ_نړیوالې_قاعدې_پابندي_نه_کوي
د ایران د عدلیې وزیر وویل: صهیونیسټي رژيم په خپلو وحشیانه اقداماتو سره ثابته کړه چې په هیڅ نړیوالې قاعدې پابند نه دی.
(last modified 2023-11-08T21:21:21+00:00 )
Nov 09, 2023 01:47 Asia/Kabul
  • صهیونیسټي رژيم د هیڅ نړیوالې قاعدې پابندي نه کوي

د ایران د عدلیې وزیر وویل: صهیونیسټي رژيم په خپلو وحشیانه اقداماتو سره ثابته کړه چې په هیڅ نړیوالې قاعدې پابند نه دی.

د ایرنا د خبر له مخې، د ایران د عدلیې وزیر «امین حسین رحیمي» پرون په تهران کښې د روسیې د عدلیې له وزیر «کنستنټاین چوچینکو» سره په کتنه کښې وویل: شک نشته چې د اسرائیلو نیواکګر رژیم د امریکایانو په ملاتړ سره د بشري حقوقو خلاف ورزي کوي او د ایران اسلامي جمهوریت له حقوقي نظره د نس وژنې او انساني ضده جنایتونو د غندنې په ترڅ کښې، په غزه کښې د نړیوالو حقوقو او قواعدو د خلاف ورزۍ د سمدستي بندیدو غوښتونکی دی.

ښاغلي رحیمي همداشان د ایران د ولس خلاف د امریکې ظالمانه بندیزونو ته په اشارې سره زیاته کړه: د ایران او د ځینو نورو هیوادونو خلاف د امریکې د یواړخیزو او ظالمانه بندیزونو په وجه ناروغان ځانته درمل نه شي برابرولی او دا خبره به هم د امریکې د حکومت د سترو جنایتونو د یو مصداق په توګه په تاریخ کښې ولیکې شي.

د روسیې د عدلیې وزیر هم په غزې تړانګه کښې زرترزره د اوربند په ټینګیدو باندې په ټینګار سره وویل: باید غزې ته د انساني مرستو د لیږلو لپاره یوشمیر لارې او دهلیزونه برابر شي.

هغه همداشان د ایران د عدلیې له وزارت سره د نویو هوکړو لاسلیکیدل، د دواړو هیوادونو د ملګرتیاؤ د دوام او پراختیا لپاره یو فرصت وباله.