د ایران دایټمي انرژۍ ادارې ۱۵۹بریاوې درلودلي دي
د ایران د اسلامی جمهوریت دایټمی انرژۍ دادارې مشر ټينګار وکړ،د ایران د ایټمي انرژۍ ادارې ۱۵۹ټيکنالوجیکي او صنعتي بریاوې درلودلي دي.
د قزوین د صنعتي تابکارئ مرکز(Qazvin Industrial Radiation Center) په دولس هیکټره مساحت کې جوړش وی او د پولیمري محصولاتو او موادو تابکاري ، دطبی یو ځل مصرفونکو محضولاتو سټرلایزډ کول، د میکروبونو ختمول او د له تابکارئ مخکې اووروسته د خوراکي موادو د انبارونې د آفتونو له مینځه وړل ، دد کیفي موادو او د د کنټرولولو او خواصو د ارزونې په خاطر د پولیمري ازموینو ترسره کیدا د ددغه کمپلیکس په ترټولو مهمو خدماتو او فعالیتونو کې شمیرل کیږي.
ایرنا خبری آژانس راپور و رکړ، د ایران د ایټمی انرژۍ د ادارې مشر محمد اسلامی نن په قزوین کې د علمي او ټيکنالوجۍ د انډسټریئل ریډيئّشن سنټر د الیکټرانیکي وړانګود تابکارۍ د لومړني سسټم د مخ کتنې په څنډې کې ووئيل، د هیواد ایټمي صنعت ځاي کیدا او مخ په پراختیا دی ،په روان کال کې د دغې حوزې د فعالیدا بهیر هم دوام درلودلی تر دې چې هره ورځ ئې دډيرو اقداماتو شاهدان یوو.
ښاغلی اسلامی زیاته کړه ، ددغه مرکز درست بهیرونه له آئيډیا رانیولې د هغو تر مخ کتنې پورې تر یوه کال پورې وخت واخست چې دغه کار یو ځانګړی ریکارډ حسابیږي، دغه راز د دغه کمپلکس د دوهم سرعت سیسټم چارې یا ایکسلریټر سسټم او چارې بشپړې شوې او تر راتلونکې یوې میاشتې پورې به مدار ته واردې شي.
د ایران د ایټمي انرژۍ د ادارې مشر روښانه کړه ، ددغه صنعتي کمپلیکس د شتون په واسطې سره په تیره بیا د کرهڼيزو چارو په حوزې اوپه کرهڼیزو محصولاتو کې د باقي پاتې آفتونه او زهرجنې مادې له مینځه وړل شوي او هغه بې شمیره تاوانونه ئې چې په دې رابطې کې شته وي کمیږي.