د اسرائیلو د اټومي حملې ګواښ باید ملګروملتونو ته منعکس شي
تسنیم خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اټومي انرژۍ ادارې مشر محمد اسلامي د ملګروملتونو امنیت شورا ته په غزې تړانګه کښې د خلکو پرضد د صهیونیسټ رژیم لخوا له اټومي وسلو د استفادې یا د استفادې د ګواښ د خطرونو د پایلو د منعکسولو غوښتنه وکړه.
د صهیونیسټ رژیم د کابینې یوه وزیر «امیخای الیاهو» څو ورځې مخکې د فلسطین په غزې تړانګې کښې د فلسطین د خلکو پرضد له اټومي بم څخه د استفادې کولو وړاندیز وکړ او غزې ته د هر ډول بشر دوستانه مرستو له ورتلو سره یې مخالفت کړی و.
د ایران د اټومي انرژۍ ادارې مشر محمد اسلامي د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس مشر رافائیل ګروسي ته په یوه لیک کښې د فلسطین په غزې تړانګه کښې د صهیونیسټ رژیم د ورستیو جنایتونو په غندلو سره د فلسطین په مظلومو خلکو باندې د حملې لپاره د یوې لارې په توګه له اټومي بم په استفادې کولو کښې د اسرائیلو د جعلي رژیم د یوه وزیر له وروستي ګواښ څخه د ډکو څرګندونو په هکله د رافائیل ګروسي د غبرګون د ښودلو او د ملګروملتونو امنیت شورا ته د دغه دریځ د پایلو د منعکسولو غوښتنه وکړه.
محمد اسلامي وویل د اټومي وسلو د پراخولو لپاره د اسرائیلو پټ پروګرام هماغه راز دوام لري او دغه رژیم په نړیوالو پیژندل شویو اصولو باندې سترګې پټولو سره د اټومي وسلو د تولید او د پراختیا بندیز تړون این پي ټي(NPT) او د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د سیف ګارډ تړون نیغ په نیغه کمزوری کوي.