د تهران ولایت او ښار مبارزانو د فلسطین ملاتړ وکړ
زمونږ خبریال راپور راکړی د تهران په فلسطین میدان کښې په غزې تړانګې باندې د صهیونیسټ رژیم د حملې پرضد او د فلسطین د مظلومو خلکو په ملاتړ کښې د تهران ولایت او د ښار د مبارزانو د پلاویو غونډه وشوه.
د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک د مشر ځاي ناستي علي فدوي نن د فلسطین له مظلومو خلکو په ملاتړ کښې د تهران ولایت او ښار د مبارزانو د پلاویو په غونډې کښې وویل د فلسطین په نیواکي ټاټوبو کښې جنګ د خدای د بندګانو لپاره د تاریخ په اوږدو کښې تر ټولو اساسي مسله ده ځکه هغه بندګان چې خدای پاک هغه ازاد پنځولي دي تر ظلم او ستم لاندې ورځي.
هغه ټینګار وکړ د ایران خلک د اسلامي انقلاب د بریالیتوب له لومړیو څخه د امریکا د ظلم په مقابل کښې ودریدل ځکه دا د خدای پاک حکم دی چې د ظالمانو په مقابل کښې ودریږئ.
علي فدوي وویل د مقاومت جبهه هم د سترو قدرتونو له وسلو سره سره په قدرت سره ولاړه ده او د صهیونیسټانو تر ماتي خوړلو پورې به مقاومت وکړي.