د ایران ولسمشر ریاض ته ولاړ
د ایران اسلامي جمهوریت ولسمشر؛ د اسلامي همکاریو سازمان په بېړنۍ غونډه کې د ګډون په موخه د سعودي عربستان پلازمینې ریاض ته ولاړ
د ایران اسلامي جمهوریت ولسمشر؛ د اسلامي همکاریو سازمان په بېړنۍ غونډه کې د ګډون په موخه د سعودي عربستان پلازمینې ریاض ته ولاړ
د ایران ولسمشر سید ابراهیم رئیسی د غزې په بې دفاع خلکو د صهیونیسټی رژیم له وحشیانه او جنایتکارانه حملو وروسته د یو لړ ډیپلوماټیکو اقداماتو او د اسلامی هیوادونو له مشرانو سره ټلیفوني او مخامخ خبري کړي.
په همدې لړ کې ټاکل شوې د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان د مشرانو بېړنۍ غونډه د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې د دغه سازمان د مشر په کوربه توب جوړه شي.
د فارس خبری اژانس د رپوټ له مخې د ایران ولسمشر«سید ابراهیم رئیسی» د اسلامی ملګرتیا سازمان د مشرانو په بیړنۍ غونډه کې د ګډون لپاره نن (شنبه) سعودی عربستان ته ولاړ.
د ایران ولسمشر دغه راز د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې د اقتصادي همکاریو د سازمان "ایکو" د شپاړسمې سرمشریزې په څنډه کې هم د صهیونیسټي جنایاتو د مخنیوي لپاره پر اسلامي هېوادونو د فشار راوړلو پر اړتیا د ټینګار ترڅنګ، د وړاندیز شوې حل لارې د عملي کولو پر اهمیت ټینګار وکړ.
هغه زیاته کړه، د اسلامی انقلاب ستر لارښود له صهیونیسټ رژیم سره د اسلامي هېوادونو د سیاسي او اقتصادي اړیکو په پرې کولو ټینګار کړی دی.