د ریاض د غونډې پریکړه لیک قوي او محکم دی
زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني چافي وویل: د ایران د اسلامي جمهوریت وړاندیزونه په عربستان کښې د اسلامي هیوادونو د مشرانو د غونډې په پائیز پریکړه لیک کښې درج شوي او د دغه پریکړه لیک لحن او ټکي قوي او محکم دي.
هغه په ریاض کښې د اسلامي ملګرتیا موسسې د مشرانو د ځانګړي غونډې د تصویب شوي پریکړه لیک په هکله د یوې پوښتنې په ځواب کښې وویل د خبرو اترو په اوږدو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت وړاندیزونه د سند په توګه په پائیز پریکړه لیک کښې درج شوي او د دغه پریکړه لیک لحن او عبارات قوي او محکم دي.
پرون د سعودي عربستان پلازمینه ریاض په غزې او فلسطین کښې په اوسنیو حالاتو باندې د غور کولو لپاره په ګډه توګه د اسلامي او د عربو هیوادونو د مشرانو د بیړنۍ غونډې کوربه و او د غونډې په پاې کښې بیانیه خپره شوه او د فلسطین په غزې تړانګې کښې د فلسطین د خلکو پرضد د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو د دوام د غندلو په ترڅ کښې د غزې سیمې د کلابندۍ په ختمولو او غزې ته د اسلامي ، عربي او د نړۍ د هیوادونو د مرستو په استول کیدا ټینګار وشو.