صهیونیسټ رژیم د جولګي له ځالې هم کمزوری دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i141674-صهیونیسټ_رژیم_د_جولګي_له_ځالې_هم_کمزوری_دی
د سپاه پاسداران برید جنرال اسماعیل قاآني په دې خبرې په ټینګار سره چې د الاقصی له طوفان وروسته به د فلسطین او سیمې حالات پخوا په شان نه وي یادونه وکړه د دښمن د ځواکونو او زغره والو ګاډو پرضد د مقاومت حملو ثابته کړه چې د غزې مقاومت د نوښت توان او وړتیا لري.
(last modified 2023-11-16T23:27:37+00:00 )
Nov 17, 2023 03:14 Asia/Kabul
  • صهیونیسټ رژیم د جولګي له ځالې هم کمزوری دی

د سپاه پاسداران برید جنرال اسماعیل قاآني په دې خبرې په ټینګار سره چې د الاقصی له طوفان وروسته به د فلسطین او سیمې حالات پخوا په شان نه وي یادونه وکړه د دښمن د ځواکونو او زغره والو ګاډو پرضد د مقاومت حملو ثابته کړه چې د غزې مقاومت د نوښت توان او وړتیا لري.

 

د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواک قومندان برید جنرال اسماعیل قااني د القسام د کنډکونو قومندان ته په یوه پیغام کښې ولیکل: تاسو د الاقصی طوفان په نوم یوه ستره حماسه  جوړه کړه چې په ښکاره توګه یې د صیهونیسټ غاصب رژیم  کمزورتیا او ماتیداڅرګنده کړه او تاسو وښودله چې دا رژیم له جولګي له ځالې هم  کمزوری دی.

د ایرنا د خبر له مخې د سپاه پاسداران برید جنرال اسماعیل قاآني په دې خبرې  په ټینګار سره چې د الاقصی له طوفان وروسته به د فلسطین او سیمې حالات پخوا په  شان نه وي یادونه وکړه  د دښمن د ځواکونو او زغره والو ګاډو پرضد د مقاومت حملو ثابته کړه چې  د غزې مقاومت د نوښت توان  او وړتیا لري.

سردار قا آنی د القسام د کنډکونو قومندان ته په ټینګار سره وویل: ستاسو وروڼه د مقاومت په چورلیزکې له تاسو سره متحد دي او دښمن ته به اجازه ورنکړي چې په غزه او فلسطین کې خپلو سپیرو موخو ته ورسیږي. مونږ ه پر خپلې ورورګلوي ژمنې ولاړ یو چې مونږ سره متحد کوي او تاسو ته ډاډ درکوو چې په دې تاریخي جګړه کې به هر هغه څه چې ضروری  وي ترسره کوو.