د مقاومت جبهه به صهیونیسټان له منځه یوسي
د ایران د اسلامي جمهوریت د وسله والو ځواکونو لوی درستیز ټینګار وکړ چي د مقاومت جبهه به صهیونیسټان له منځه یوسي.
د فلسطین مقاومتي ډلو د ۲۰۲۳ میلادي کال د اکتوبر په اوومه نېټه له غزې (سویلي فلسطین) څخه د قدس نیواکګر رژيم د مورچلو په خلاف، د الاقصی طوفان عملیات پیل کړل چې له دې وروسته صهیونیسټي رژیم د غچ اخیستنې او د خپلې ماتې د جبرانولو او د دغو عملیاتو د بندولو په مقصد یې ځوابي عملیات پیل کړل. مقاومتي ډلو ویلي چې دغه رژیم د غزې ټولې لارې تړلي دي او همدا اوس پرې بمباري کوي.
جنرال محمد باقري وویل: دښمنان دې پوه شي چې د شهید سلیماني وینه هماغه راز بهېږي او د اسلامي هېوادونو ځوانان او د مقاومت چورلیز به چوپه خوله ناست نه وي او اجازه به ورنه کړي چې استکبار باقي پاتې شي .
زمونږ د خبریال د راپور له مخې، د وسله والو ځواکونو لوی درستیز نن په کرمان کې د شهید سلیماني مزار ته څېرمه شهیدانو ته درناوی وکړ او زیاته یې کړه: دا هغه ورځې دي چې ټوله نړۍ د هغه نیالګي شاهده ده چی شهید سلیماني د سید الشهداء مقاومت جبهې او ملګرو یې په فلسطین کې وکرل،په غټې ونې بدله شوې، مقاومت کوي او صهیونیسټان به له منځه یوسي.