صهیونیسټي رژیم د طوفان الاقصی د عملیاتو ماته جبرانولای نه شي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i141948-صهیونیسټي_رژیم_د_طوفان_الاقصی_د_عملیاتو_ماته_جبرانولای_نه_شي
د اسلامي انقلاب معظم رهبر وویل چي اسرائیلي رژیم د طوفان الاقصی په عملیاتو کې د حماس غورځنګ له لوري ناک اوټ شوی او خپله ماته نه شي جبرانولای.
(last modified 2023-11-23T04:22:47+00:00 )
Nov 22, 2023 13:11 Asia/Kabul
  • صهیونیسټي رژیم د طوفان الاقصی د عملیاتو ماته جبرانولای نه شي

د اسلامي انقلاب معظم رهبر وویل چي اسرائیلي رژیم د طوفان الاقصی په عملیاتو کې د حماس غورځنګ له لوري ناک اوټ شوی او خپله ماته نه شي جبرانولای.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آیت الله سید علي خامنه يي نن په تهران کې د ایران د ملي لوبغاړو او اتلانو سره، په کتنه کې د غزې په هکله وویل: صهیونیسټي رژیم د حماس له لورې ناک اوټ شوی دی، دغه رژیم نه د یوه هېواد، بلکې د یوې ډلې پر وړاندې چي له محدودو امکاناتو څخه برخمن وو، سخته ماته خوړلې ده.

هغوی د دغه ماتې د فشار او د شرم له سیوري څخه د وتلو لپاره د صهیونیسټي رژیم بې وسۍ ته په اشارې سره زیاته کړه: صهیونیسټانو د خپلې ماتې د جبرانولو لپاره په روغتونونو او ښوونځیو باندې په بمبارۍ سره، غواړي خپل قدرت ښکاره کړي، لیکن دا کار داسي دی لکه چي یو مبارز په میدان کې ماته خوړلې وي او بیا وروسته له میدانه بهر د خپل سیال له پلویانو سره شخړه او جګړه وکړي.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر پر دې باندې په ټینګار سره چي د صهیونیسټي رژیم درنه ماته په دغو جنایاتو او وژنو سره نه جبرانېږي، وویل: اسرائیلي رژیم دې پوه شي چي دا ظلمونه او زور زیاتی بې ځوابه نه پاتې کېږي او بمبارونه به نور هم د دغه نیواک ګر رژیم عمر لنډ کړي.

آیت الله خامنه يي د ایراني لوبغاړو له لورې له صهیونیسټي لوبغاړو سره له مقابلې څخه د ډډه کولو په ستاینې سره، زیاته کړه: نن سبا ټوله نړۍ پوهه شوه چي ولي ایراني لوبغاړي له خپلو صهیونیسټي سیالانو سره له مقابلې څخه ډډه کوي، ځکه چي صهیونیسټي لوبغاړي د یوه ظالم او نیواک ګر رژیم په استازولی د لوبو میدان ته راځي.