د ایران د اټومي انرژۍ د سازمان مشر
د اټومي انرژۍ نړیوال آژانس دې له بې ځایه تورونو لاس واخلي
د ایران د اټومي انرژۍ سازمان مشر د دې په بیانولو چي ایران د برجام د نړیوالې هوکړې او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۲۳۱ پرېکړه لیک پر بنسټ خپل اټومي فعالیتونه مخته وړي.
د ایرنا له راپور سره سم، د ایران د اسلامي جمهوریت د انرژۍ سازمان مشر (محمد اسلامي) تېره ورځ د کابینې د غونډې په ترڅ کې جوته کړه: د ایران اقدامات د (ان پي ټي) او سېوګارډ په چوکاټ کې تر سره کېږي او د اټومي انرژۍ نړیوال آژانس ورباندې څارنه کوي.
اسلامي د دې په بیانولو سره چي په اوسنیو حالاتو کې ایران ته د ننوتلو لپاره د اټومي انرژۍ د نړیوال آژانس د ۱۲۰ پلټونکو ویزې تائید شوي دي، هیله وښوده چي د اټومي انرژۍ نړیوال سازمان د ایران د سوله ایزو اټومي فعالیتونو په اړه له سیاسي او ناوړه کړچارونو څخه ډډه وکړي.
د ایران اسلامي جمهوریت په خپلو ځایي مسلکیانو او پوهې په بنیاد سره، د اټومي انرژۍ سوله ایزه استفاده کوي او په دې زمینه کې له نړیوالو نظارتونو څخه په هرکلي سره خپل ښه نیت په کراتو ثابته کړې ده، خو سره له دې د اټومي انرژۍ نړیوال آژانس د امریکا، اروپا او اسرائیلي رژیم د فشارونو په پایله کې د ایران پر ضد غیرمنصفانه راپورونه ورکوي.