نیواکي سیمې باید بیرته فلسطینیانو ته وسپارل شي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i141958-نیواکي_سیمې_باید_بیرته_فلسطینیانو_ته_وسپارل_شي
په ایران کې د کوبا سفیر په غزې کې د صهیونیسټي رژیم د جنایاتو په غندلو سره وویل:  د صهیونیسټي رژیم له لورې اشغال شوې سیمې باید بیرته د فلسطین خلکو ته وسپارل شي.
(last modified 2023-11-23T03:53:53+00:00 )
Nov 22, 2023 14:03 Asia/Kabul
  • نیواکي سیمې باید بیرته فلسطینیانو ته وسپارل شي

په ایران کې د کوبا سفیر په غزې کې د صهیونیسټي رژیم د جنایاتو په غندلو سره وویل:  د صهیونیسټي رژیم له لورې اشغال شوې سیمې باید بیرته د فلسطین خلکو ته وسپارل شي.

په تهران کې د کوبا سفیر آلبرتو ګونزالس له ایرنا سره په مرکه کې د دې په بیانولو چي هېواد یې په غزې کې د روانو جنایاتو پر وړاندې غلی نه پاتي کېږي، وویل: د کوبا حکومت له کلونو مخکې له صهیونیسټي رژیم سره اړیکې بندې کړي دي او تل یې د فلسطین د ولس ملاتړ کړی دی.

هغه زیاته کړه چي امریکا او ورسره لوېدیځو هېوادونو د اقتصادي بندیزونو په لګولو سره، د خپلواکو هېوادونو د کمزوري کولو هڅه کوي خو د ایران او کوبا پر وړاندې یې هڅې ماتې خوړلې ده.

د کوبا سفیر دې ته په اشارې سره چي ایران او کوبا لسګونه کلونه کېږي چي تحریم دي وویل: په دغه شان سختو حالاتو کې لاهم ایران او کوبا د پام وړ پرمختګ کړی دی.

په وروستیو کلونو کې د ایران او د سویلي امریکا د هېوادونو تر منځ اړیکې په اقتصادي، سیاسي، سوداګریزو او علمي ډګرونو کې د پام وړ وده کړې ده.