د غزې په چارو کښې د امریکا لاسوهنه په ماتي محکومه ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i142186-د_غزې_په_چارو_کښې_د_امریکا_لاسوهنه_په_ماتي_محکومه_ده
زمونږ خبریال راپور راکړی د اسلامي ایران ولسمشر سید ابراهیم رئیسي وویل: د غزې تړانګې خلک د حماس په وسیله د جایز ، د قانوني او د دغه سیمې له عمومي رایو څخه د راپورته شوي حکومت په توګه باید د غزې د راتلونکي په هکله فیصله وکړي او امریکا د غزې د خلکو لپاره د فیصلې د ترسره کولو او د لاسوهنې هیڅ ډول حق نلري او په دې زمینه کښې د واشنګټن هر ډول اقدام په ماتي محکوم دی.
(last modified 2023-11-26T19:47:46+00:00 )
Nov 27, 2023 00:14 Asia/Kabul
  • د غزې په چارو کښې د امریکا لاسوهنه په ماتي محکومه ده

زمونږ خبریال راپور راکړی د اسلامي ایران ولسمشر سید ابراهیم رئیسي وویل: د غزې تړانګې خلک د حماس په وسیله د جایز ، د قانوني او د دغه سیمې له عمومي رایو څخه د راپورته شوي حکومت په توګه باید د غزې د راتلونکي په هکله فیصله وکړي او امریکا د غزې د خلکو لپاره د فیصلې د ترسره کولو او د لاسوهنې هیڅ ډول حق نلري او په دې زمینه کښې د واشنګټن هر ډول اقدام په ماتي محکوم دی.

ابراهیم رئیسي  پرون د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره په ټیلي فوني خبرو کښې د دواړو هیوادونو اړیکې دوستانه ، تاریخي او د ښه ګاونډي توب ، دیني ارزښتونو او د دوو ملتونو د ګډو ګټو پراساس وبللې او په بیلابیلو سیاسي، اقتصادي او کلتوري اړخونو کښې یې د تهران او د انکارا د اړیکو او د ملګرتیاو د سویې لوړول اهمیت لرونکي وبلل.

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي په دې خبرې باندې ټینګار سره چې امریکا د فلسطین د غزې تړانګې د خلکو قاتله ده د غزې د راتلونکي په هکله د امریکا هرډول لاسوهنه د فلسطینیانو پرضد د واشنګټن د جنایتونو دوام وباله.