Nov 28, 2023 17:43 Asia/Kabul
  • د سوخو ۳۵ ډوله جنګی الوتکو  او میل ۲۸ډوله چورلکو اخستل قطعي شول

د روسیې د ولسمشر ځانګړي سلاکار ایګور لویتین په تیرې  جنورۍ میاشت کې  د ایران د ولسمشر له مرستیال محمد مخبر سره په کتنې کې، له ایران سره د چورلکې دګډ تولید لپاره  دروسیې دشرکتونو دچمتووالی خبر ورکړی ؤ.

د ایران د اسلامی جمهوریت ددفاع پخواني وزیر ایران ته  د یاک ۱۳۰ډوله  روزونکي الوتکې  او د سوخو ۳۵ډوله جنګي الوتکې او دغه راز د میل ۲۸ډوله  چورلکې د واریدیدا دقطعي کیدا خبر ورکړ .

سردار پاسدار سید مهدي فرحی   له تسنیم خبری آژانس سره په خبرو کې  ووئيل، دغه هوائي تجهیزات به ډیرپه راتلونکو څو ورځو کې ترسره شي.

  سردار فرحی زیاته کړې ده ایران دچورلکو په حوزې کې  ښې وړتیاوې درلودلی دي، په همدې دلیل  په سیمې کې د کمیّت له پلوه  ترټولو برلاسه دی خو  د چورلکو د قدرت لوړتیا هماغه شان  په ایجنډا کې شامله ده .

 دهغه په وینا، په پوځي حوزوې کې  لسګونه پروژې تعریف شوي دي چې له هغو ځيني ترسره شوي دي.

تسنیم خبری آژانس  راپور ورکړی ، د روسیې د ولسمشر ځانګړي سلاکار ایګور لویتین په تیرې  جنورۍ میاشت کې  د ایران د ولسمشر له مرستیال محمد مخبر سره په کتنې کې، له ایران سره د چورلکې دګډ تولید لپاره  دروسیې دشرکتونو دچمتووالی خبر ورکړی ؤ.

Image Caption

 

ټیګونه