Nov 29, 2023 07:20 Asia/Kabul
  • د پوځي تجهیزاتوځیني صادرونکي هیوادونه له ایرانه پوځي تجهیزات اخلی

 تورن جنرال  شیرازي روښانه کړه  په پوځي وسلو کې په ځان بسیاینه د ایران د اسلامی جمهوریت دتوانمنیو نښه ده،ځکه  د ایران ځوان متخصصانو د خپل ولس د آرامښت، امنیت او هوساینې لپاره د خپل ژوند ترقربانیولو پورې  کلک دریدلي دي.

د ایرا ددرستو قواؤ د ستر قوماندان  دپوځي دفتر مشر ووئیل د ایران اسلامی جمهوریت ددفاعي توانمنیو هغې سوئې ته رسیدلی دی چې د پرمختللو وسلو ځیني صادرونکي هیوادونه  له ایرانه دپوخي تجهیزاتو داخستو غوښتنه کوي.

تسنیم خبري آژانس راپور و رکړ، سردار محمد شیرازي ددې خبرې په کولو سره چې دداخلی توانمینو باندې باؤر  لامل شوی دی څو اسلامي  ایران  په اته کلن تپلی جنګ کې په بهرنیو هیوادونو باندې له تکیې پرته  بریالی شی، زیاته کړه ،   هغه مهال ایران په دفاعی  حوزې کې  خپلې اړتیاوې مجبورا له نورو هیوادونو تامینولې ،خو نن سبا  د اسلامی انقلاب له څلورو لسیزو تیریدا وروسته  د ایران اسلامی  جمهوریت ددفاعی توانمنیو  هغې سوئې ته رسیدلی دی چې د پرمختللو وسلو اوتجهیزاتو ځيني صادرونکي هیوادونه  له ایرانه د  د پوځي تجهیزاتو د اخستو غوښته لري.

ټیګونه