Dec 03, 2023 10:29 Asia/Kabul
  • د فارس خلیج خلک د صهیونیسټانو شتون نه زغمي

هغه وویل صهیونیسټ رژيم د ملت په جوړولو کښې له ماتي سره مخامخ شوی ځکه چې دغه رژیم له افریقا، اروپا او د نړۍ له نورو هیوادونو څخه په میلیونو یهودي مهاجرین نیواکي ټاټوبو ته وروستلي دي خو دغه کسان له کلتوري پلوه له یوبل سره هیڅ پیوستون نلري او د دوې جرړې له یوبل سره تفاوت لري.

هغه زمونږ له خبریال سره په مرکه کښې وویل د فارس خلیج په څنډې هیوادونو کښې د امریکا په ملاتړ سره د صهیونیسټانو د شتون مسله په دغه سیمه کښې د امریکا د شتون په کمیدا سره له ماتي سره مخامخ شوي ده.

د ایران د ټولو قواو د قومندان سلاکار یحیی رحیم صفوي زیاته کړه صهیونیسټ رژيم یو وخت له نیل څخه تر فرات پورې شعار ورکاوه خو اوس له اساسي چیلنجونو سره مخامخ دی.

هغه وویل صهیونیسټ رژيم د ملت په جوړولو کښې له ماتي سره مخامخ شوی ځکه چې دغه رژیم له افریقا، اروپا او د نړۍ له نورو هیوادونو  څخه په میلیونونو یهودي مهاجرین نیواکي ټاټوبو ته وروستلي دي خو دغه کسان له کلتوري پلوه له یوبل سره هیڅ پیوستون نلري او د دوې جرړې له یوبل سره تفاوت لري.

یحیی رحیم صفوېي د نړیوالو بدلونونو په هکله په دې خبرې سره چې دنیا د څواړخیزپالنې او د څو غږونو په لور حرکت کوي وویل د قوا انډول له لویدیځ څخه ختیځ ته د بدلیدا په حال کښې دی چې په بنسټ کښې یې کلتور، اقتصاد، ایډیالوژۍ، ټیکنالوژۍ او په هیوادونو کښې د قدرتمنو مشرانو راڅرګندیدل دي.

هغه وویل د امریکا لیبرال ډیموکراسۍ له ماتي سره مخامخ شوي ده.

 

ټیګونه