د ایران د پارلمان د مشر او د کوبا د ولسمشر کتنه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i142666-د_ایران_د_پارلمان_د_مشر_او_د_کوبا_د_ولسمشر_کتنه
د ایران د اسلامي جمهوریت د پارلمان مشر د کوبا له ولسمشر سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو د پراختیا پر ضرورت ټینګار وکړ.
(last modified 2023-12-05T07:15:24+00:00 )
Dec 05, 2023 10:11 Asia/Kabul
  • د ایران د پارلمان د مشر او د کوبا د ولسمشر کتنه

د ایران د اسلامي جمهوریت د پارلمان مشر د کوبا له ولسمشر سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو د پراختیا پر ضرورت ټینګار وکړ.

د فارس له راپور سره سم، د کوبا ولسمشر میګل دیاز کانل چي تهران ته په سفر راغلی دی د اسلامي شورا له مشر محمد باقر قالیباف سره په کتنه کې په روغتیایي، پوه بنسټه، کرهڼې، اینجینرینګ خدمات، ټکنالوژی او سوداګریو ډګرونو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا پر ضرورت ټینګار وکړ.

د ایران د پارلمان مشر قالیباف په دغه کتنه کې وویل: ایران او کوبا دواړه انقلابي هېوادونه دي چي کلونه د بشري حقوقو له خلافورزیو او دوه ګوني نړیوالو معیارونو سره مبارزه کړې ده او باید په مختلفو ډګرونو کې له یو بل سره خپلې اړیکې وغځوي.

د ایران د اسلامي شورا مشر همدارنګه په غزې کې د صهیونیستانو له لورې روانو جنایاتو ته په اشارې سره وویل: بې له شکه چي دغه جنایات د امریکایانو په مدیریت تر سره کېږي، ایران او کوبا دواړه باید په فلسطین کې روانو سیاسي او پوځي مسائلو او د عامو خلکو وژنې ته پام وکړي.

د کوبا ولسمشر بیا وویل چي کوبا د ایران پر ضد یو اړخیز بندیزونه غندي او د ایران له سوله ایز اټومې پروګرام څخه ملاتړ کوي او په ملګرو ملتونو کې له کوبا څخه د  ایران د ملاتړ ستاینه کوو.

میګل دیاز کانل په فلسطین باندې د اسرائیلي رژیم د جنایاتو په غندلو سره وویل: هره ورځ د کوبا په مختلفو ښارونو کې له فلسطین څخه په ملاتړ کې لاریونونه تر سره کېږي.