د ایران سمندري مامورانو 5 میلیونه لیټره سونګ قاچاق کوونکي کشتۍ ونیولې
امیر البحر عظمایي روښانه کړې ده، په یوې کشتۍ کې دوه میلیونه او دوه لکه اتیا زره لیټره او په بلې کشتۍ کې هم دوه میلیونه او دوه لکه اویا زره لیټره سونګ بار وو، چې له کابو 34 تنه سپاره کسان یې هم نیول شوي دي.
د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو سمندري ځواک مبارزانو په فارس خلیج سمندر کې د څه د پاسه پنځه میلیون لیټره سونکو وړونکي دوې کشتۍ ونیولې.
ایرنا خبري آژانس راپور ورکړ، د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو د سمندري ځواک د پنڅمې سیمې قوماندان امیر البحرعلي عظمایي وويل، په فارس خلیج کې د سونکو له منظم قاچاق سره د مقابلې لپاره، د سپاه د پنځمې سیمې مبارزانو په تیرو درېیو ورځو کې په څارنې او اطلاعاتو سره، په یوه غافلګیر او ضربتي اقدام کې، د کابوپنځه میلیون او پنځوس زره لیټره قاچاق کوونکي دوې کشتۍ د بوموسی ټاپو په سویل کې ونیولې او قضایي چارواکو ته د قانوني مرحلو د کچ کونې لپاره وسپارل شوې.
امیر البحر عظمایي روښانه کړې ده، په یوې کشتۍ کې دوه میلیونه او دوه لکه اتیا زره لیټره او په بلې کشتۍ کې هم دوه میلیونه دوه لکه اویا زره لیټره سونګ بار وو، چې له کابو 34 تنه سپاره کسان یې هم نیول شوي دي.
