د ایران محصیلین له امریکا سره د مبارزې مخکښان دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i142852-د_ایران_محصیلین_له_امریکا_سره_د_مبارزې_مخکښان_دي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د تهران د جمعې لمانځه خطیب په ایران کښې د محصیلینو د غورځنګ ځلانده مخینو ته په اشارې سره وویل: محصیلین د امریکا له ظلم سره د مبارزې مخکښان دي.
(last modified 2023-12-08T09:28:13+00:00 )
Dec 08, 2023 12:12 Asia/Kabul
  • د ایران محصیلین له امریکا سره د مبارزې مخکښان دي

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د تهران د جمعې لمانځه خطیب په ایران کښې د محصیلینو د غورځنګ ځلانده مخینو ته په اشارې سره وویل: محصیلین د امریکا له ظلم سره د مبارزې مخکښان دي.

د دسمبر د میاشتې اومه یعني د لیندۍ د میاشتې شپاړسمه د ایران د اسلامي جمهوریت په کال هینداره کښې د  محصیلینو ورځ نومول شوي ده.

د نولس سوه درې پنځوسم میلادي کال د دسمبر په اومه یعني د  دیارلس سوه دوه دیرشم هجري لمریز کال د لیندۍ د میاشتې په شپاړسمه نیټه د ایران محصیلینو تهران ته د امریکا د هغه وخت د ولسمشر د مرستیال ریچارډ نیکسن له سفر سره په یووخت د ایران  په کورنیو چارو کښې د واشنګټن په لاسوهنو باندې اعتراض کښې د تهران پوهنتون مخ ته مظاهرې وکړې.

دغه مظاهرې پهلوي رژیم ته د کاملا اړونده او لاسپوڅي رژیم د عسکرو په یرغل سره په وینو کښې لیتې پیتې شوې او د ایران درې  محصیلین شهیدان کړې شول او سلګونو نور ژوبل هم شول.

د تهران ښار د جمعې لمانځه خطیب د نن ورځې په خطبو کښې د محصیلینو د ورځې په درنښت سره وویل د محصیلینو غورځنګ له استکبار سره له مبارزې کولو سره غوټه خوړلي ده او لومړی ځای چې مړه دې امریکا شعار ورکړل شوی پوهنتون و ؛ پر دې اساس محصیلین باید ویاړ وکړي ځکه چې محصیلین له استکبار سره د مبارزې مخکښان دي.

د تهران د جمعې لمانځه موقته امام په دوام کښې د غزې جنګ ته هم اشاره وکړه  او په دې خبرې سره چې د اسلامي انقلاب له لومړیو  څخه د ایران سټراټيژۍ دا ده  چې اسرائیل باید له سیمې لاړ شي او ټول فلسطین د فلسطینیانو لپاره دی او باید انتخابات ترسره شي وویل د صهیونیسټ رژيم د جنایتونو پینځه اویا کاله تیریږي او دنیا اوس د دغه سټراټيژۍ په حقانیت پوهه شوي ده؛ نن سبا حتی په بریتانیا کښې چې د اسرائیلو رژیم په بنسټ کیښودل کښې یې رول لرلی دی زرګونو خلک مړه دې وي اسرائیل شعارونه ورکوي.

هغه وویل یوه ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د نوي  مینځني ختیځ خبره کوله خو نن سبا  د مقاومت په چورلیز سره نوي مینځني ختیځ بڼه خپله کړي ده او د معادلاتو د ګډوډولو په حال کښې دی.