د حق جبهه به حتما بریالۍ شي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i142900-د_حق_جبهه_به_حتما_بریالۍ_شي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د وسله والو ځواکونو لوی درستیز برید جنرال «محمد باقري» په دې خبرې سره چې دا د صهیونیسټ رژيم په ګټه ده چې په غزې کښې له جنایتونو لاس واخلي وویل: د حق جبهه به حتما بریالۍ شي.
(last modified 2023-12-09T09:32:45+00:00 )
Dec 09, 2023 09:23 Asia/Kabul
  • د حق جبهه به حتما بریالۍ شي

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د وسله والو ځواکونو لوی درستیز برید جنرال «محمد باقري» په دې خبرې سره چې دا د صهیونیسټ رژيم په ګټه ده چې په غزې کښې له جنایتونو لاس واخلي وویل: د حق جبهه به حتما بریالۍ شي.

هغه د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د تربیت او د روزنې د لومړي جامع نندرتون د پرانیستلو په دستورو کښې په دې خبرې سره چې دا د صهیونیسټ رژيم په ګټه ده چې په غزې کښې له جنایتونو لاس واخلي وویل باید ټول فلسطینیان د ټولپوښتنې صندوقونو ته ورشي او فلسطینیان چې د هر دین ، مذهب او فرقې وي په خپله فیصله وکړي چې د دغه ټاټوبي راتلونکی څرنګه اداره شي او په دغه ټاټوبي کښې د سولې او د ارامښت لپاره به له دې پرته بله لاره نه وي.

باقري جوته کړه د دغه اسلامي ټاټوبي او د مسلمانانو د لومړۍ قبلې مسجد الاقصی راتلونکی کاملا روښانه دی او د حق جبهه به  د الهي وعدې پراساس چې رښتیوني وعده ده حتمال بریالۍ وي.