د حملو ۷۰ فیصده قربانیان ښځې او ماشومان دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i142980-د_حملو_۷۰_فیصده_قربانیان_ښځې_او_ماشومان_دي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د روغتیا وزیر« بهرام عین اللهي» د روغتیا د نړیوالې ادارې ډبلیو ایچ او(WHO) په بیړنۍ غونډې کښې ټینګار وکړ: د فلسطین په غزې تړانګې باندې د صهیونیسټ رژیم د حملو اویا(۷۰) فیصده قربانیان ښځې او ماشومان دي.
(last modified 2023-12-10T23:21:07+00:00 )
Dec 11, 2023 00:31 Asia/Kabul
  •  د حملو ۷۰ فیصده قربانیان ښځې او ماشومان دي

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د روغتیا وزیر« بهرام عین اللهي» د روغتیا د نړیوالې ادارې ډبلیو ایچ او(WHO) په بیړنۍ غونډې کښې ټینګار وکړ: د فلسطین په غزې تړانګې باندې د صهیونیسټ رژیم د حملو اویا(۷۰) فیصده قربانیان ښځې او ماشومان دي.

د غزې د روغتیا وزارت هم پرون وویل د روان میلادي کال د اکتوبر د میاشتې له اومې نیټې راهسې په دغه سیمې باندې د اسرائیلو د حملو له پیل راهسې تراوسه پورې د شهید شویو کسانو شمیر اتلس زرو (۱۸۰۰۰)ته رسیدلی او دغه ران نهه څلویښت زره پینځه سوه (۴۹۵۰۰) نور کسان ژوبل شوي هم دي.

دغه راز د فلسطین په غزې تړانګې باندې د اسرائیلو د جعلي رژیم په تیرو څلرویشتو ساعتونو  حمبلو کښې دوه سوه اوه نوي نور کسان شهیدان او څه د پاسه پینځه سوه پنځوس نور ژوبل شوي هم دي.

د ایران د روغتیا وزیر« بهرام عین اللهي» پرون د غزې په موضوع سره د روغتیا د نړیوالې ادارې ډبلیو ایچ او په اومې بیړنۍ غونډې کښې چې د اینټرنیټ له لارې وشوه وویل په فلسطین کښې د روغتیايي خدماتو نظام په کامل ډول له مینځه تللی او په لسګونو روغتونونه او د روغتیا مرکزونه د صهیونیسټ جعلي رژیم د پرله پسې حملو په دلیل نور د روغتیايي خدماتو د وړاندې کولو جوګه نه دي.

هغه وویل دغه سخت شرایط د صهیونیسټ رژيم تاریخ چې د بې ګناه ماشومانو او ښځو له ټرور کولو ، عامې وژلې او  ځورولو ډک ته دی نندرې ته وړاندې کوي.

د ایران د روغتیا وزیر بهرام عین اللهي د هغو هیوادونو چې د غزې د مظلومو خلکو پرضد د اوربند پریکړه لیکونه ویټو کوي د غندلو په ترڅ کښې وویل د نړیوالو قوانینو پراساس ټول هیوادونه په تیره بیا هغه هیوادونه چې ځانونه د تش په نامه د بشري حقوقو دفاع کونکي ګڼي او په خپل مسوولیت یې عمل نه دی کړی باید په دغه غمیزه رامینځته کونکي حالت کښې د خپل رول په هکله ځواب ورکونکي ووسي.