په غزې کې د اسرائيلیانو غیر انساني چلند داعشي ماهیّت لري
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i143084-په_غزې_کې_د_اسرائيلیانو_غیر_انساني_چلند_داعشي_ماهیّت_لري
د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر ووئیل،په غزې تړانګې او لویدیځي غاړې کې دفلسطینیو بندیانو په باب د وحشي صهیونیسټي رژيم غیر انساني چلند د دغه رژيم دداعشي ماهیّت نښې رابرسیره کوي.
(last modified 2023-12-13T04:21:33+00:00 )
Dec 13, 2023 01:46 Asia/Kabul
  • په غزې کې  د اسرائيلیانو غیر انساني  چلند داعشي ماهیّت لري

د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر ووئیل،په غزې تړانګې او لویدیځي غاړې کې دفلسطینیو بندیانو په باب د وحشي صهیونیسټي رژيم غیر انساني چلند د دغه رژيم دداعشي ماهیّت نښې رابرسیره کوي.

حسین امیر عبداللهیان  د نیواکي فلسطین په ټاټبو کې دبشری حقوقو وضعیّت او  دبشری حقوو نړیواله اعلامیې او نړیوال بشری حقوق ؛په عنوان سره  دد ځینو عربو اواسلامی هیوادونو د خارجه وزیرانو پشمول  دمختلفو هیوادونو دخارجه وزیرانو په شتون سره په  سیمنار کې د فلسطین د وروستي بحران  او په غزې تړانګې کې  د انساني اندیښمنونکي شرائطو  اوا د وحشي جنایتکار رژیم  د بې آمانه حملو او جنایتونو د دوام په نتیجې کې د روانو بوږنونکو حالاتو په باب  د ایران د اسلامی جمهوریت  لیدتوګې بیان کړې .

د ایران خارجه وزیر په تیرو دوو میاشتو کې په غزې تړانګې کې د فلسطینیانو په ضد دوحشي صهیونیسټي رژيم   اقدامات له کوم شک پرته  نسل  کُشي او د جنګي جنایتونو روښانه مصداقونه وبلل.

د ایران خارجه وزیر همدرااز  دغزې تړانګې په ضد داسرائیلي رژيم  دحملو د  او په لویدیځي غاړې کې ددغه جنایتکار رژيم د   وحشیتوب  د فوري درولو لپاره  او دغه راز د انسانی مرستو دلیږد لپاره  اغیز شیندونکی اقدامات  د ملګروملتو   او امنیت شورا  او د نړیوالې ټولنې فوری   دندې وبللې . هغه په غزې تړانګې کې د فلسطینیو بندیانو په باب داسرائیلي رژيم  غیر انساني  چلند د اسرائيلی رژيم د داعشی  ماهیّت نښې وبللې .

امیر عبداللهیان ټينګار وکړ،په غزې تړانګې کې د فلسطینیو ښاریزوپه ضد د اسرائيلو د آپارټائيډ رژيم د وحشي ډوله حملو د درولو لپاره د فوري ادقام نه کول به په سمیې کې د روانو شرائطو څخه ورآخوا دجنګ  لمن دپراخیدو سبب شي.

همداراز د ایران خارجه وزیر او  په غونډې کې لوړروتبه ګډونکونکو ډيپلوماټانو د فلسطین په نیواکي ټاټوبو کې د  انسان دوستۍ د حقوقو د وضعیّت، د بشری حقوقو نړیوالې اعلامیې  او دنړیوالو دوستانه  حقوقو په موضوع سره  په دغه کنفرانس کې  د فلسطین دروانو حالاتو په باب   خپلې لیدتوګې بیان کړې او په غزې تړانګې او لویدیځي غاړې کې ئې د بې ګناه اوعامو خلکو په ضد د صهونیسټي رژيم د وحشي ډوله حملو  ددرولو دلاروچارو په باب خپل نظرونه څرګند کړل.

ایرنا خبری اژآنس راپور ورکړ  حسین امیر عبداللهیان پرون مازدیګر دیوه لوړروتبه پلاوي  په مشرۍ د کډوالو دنړیوالې ټولنې په غونډې کې د ګډون  او ددې په څنډې کې  د دوو اړخیزو لیدوکاتو لپاره دسویس  جینوا ته تللی دی .