د یمن انصار الله د صهیونیسټانو پر حیاتي شاهرګ دباؤ اچولی دی
د اسلامی انقلاب د معظم لارښود د سیاسی چ ارو سلاکار ووئيل، نیواکي ټاټوبو ته دکشتیو د تګ راتګ په محدودولو کې دیمن د انصار ا... ولسی غورځنګ دمبارزانو شجاعانه اقدام،د صهیونیسټانو پر حیاتی شاهرګ ګوته ټينګه کړې ده.
ایسنا خبری آژانس راپور ورکړی دی ،د اسلامی انقلاب د ستر لارښود سیاسی سلاکار امیر الحبر علی شمخانی پخپل ایکسې پاڼې کې لیکلي دي، نیواکي ټاټوبو ته د کشتیو د تګ راتګ په محدودولو کې د یمن دانصارا... د مبارزانو شجاعانه اقدام د وحشي صهیونیسټانو پر شاهرګ ګوته ټينګه کړې ده او له دغه اقدام سره د مقابلې لپاره د دماریکا له ائيتلاف سره د هریوه هیواد یو ځای کیدا د جنایتکار صهیونیسټي رژيم په وسیله په ماشوم وژنې کې نیغ په نیغه ګډون دی .
په وروستیو اونیو کې دغزې تړانګې په ضد اسرائيلي وحشي رژيم د حملو له سختیدا سره په یووخت ، دی من پوځ پر هغو اسرائيلي کشتیو باندې چې په سرۀ سمندر کې له باب المندب تنګي څخه دتیریدا نیّت لری ،ډګر لاتنګ کړی دی .
ددغه تنګې له هغې لارې د نړیوال تجارت څلویښت فیصدي برخه ترسره کیږي،چې د یمن ،د عربستان ټاپووزمې په جنوب لویدییځ او افریقا لوئې وچې ترمینځ تیریږي.
د فلسطین له مظلومو خلکو څخه دملاتړ په لړ کې د اسرائيلو په لور د بار وړونکو کشتیو د تیریدا دمخنیوی لپاره دیمن دپوځ بشپړډګر ته واریدیدا ، ددغه وحشي او جنایتکار رژيم اقتصاد په جدي بڼه له خطرې سره مخ کړی دی،تردې چې د ایلات بندر په لور دتلونکو کشتیو باندې حمله یا دریدا سبب شوې څو تل ابیب د امریکا لمن ته لاس واچوي.