ایران په فارس خلیج، سره سمندر کښې د امریکا خوځښتونه څاري
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i143522-ایران_په_فارس_خلیج_سره_سمندر_کښې_د_امریکا_خوځښتونه_څاري
زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د وسله والو ځواکونو د جغرافیايي موسسې مشر او د دفاع وزیر مرستیال دوهم برید جنرال« مجید فخري» ټینګار وکړ
(last modified 2023-12-21T06:24:01+00:00 )
Dec 21, 2023 10:48 Asia/Kabul
  • ایران په فارس خلیج، سره سمندر کښې د امریکا خوځښتونه څاري

زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د وسله والو ځواکونو د جغرافیايي موسسې مشر او د دفاع وزیر مرستیال دوهم برید جنرال« مجید فخري» ټینګار وکړ

: په فارس خلیج ، سره سمندر ، مدیترانې سمندرګي او اوقیانوسیو کښې د امریکا د جنګي کشتیو حرکات په دائمي ډول د سپوږمکۍ د تصویرونو په بڼه څارل کیږي.

د امریکا سي وي این نهه شپيته یعني ایزنهاور جنګي کشتۍ له سي جي اته پنځوس او ټي ای صفر صفر شپږ جنګي کشتیو سره یوځاې څه موده مخکې فارس خلیج سیمې ته راغلې او دغه کشتیانې د ایران د اسلامي جمهوریت د سپاه پاسداران د سمندري ځواک په  کامل کنټرول سره له فارس خلیج او  هرمز اوبلارې ووتلې.

د ایران د وسله والو ځواکونو د  جغرافیايي موسسې مشر او د دفاع وزیر مرستیال «مجید فخري» له فارس خبري اژانس سره په مرکه کښې د امریکا او له سیمې د ورهاخوا هیوادونو د خوځښتونو د څارنې د څرنګوالي په هکله وویل ایران په دائمي ډول په فارس خلیج ، سره سمندر ، مدیترانې سمندرګي او اوقیانوسیو کښې د امریکا د جنګي کشتیو حرکات څاري.