امریکا د اسرائیلو د نسل وژنې په خاطر نړیوال مسوولیت لري
زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د باندنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د عمان له خارجه وزیر سره په ټيلي فوني خبرو کښې ټینګار وکړ: امریکا د اسرائیلو له نسل کشۍ سره د ملګرتیا په دلیل نړیوال مسوولیت پرغاړه لري.
د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان او د عمان د بهرنیو چارو وزیر« سید بدر البوسعیدي» په ټیلي فوني تماس کښې د فلسطین د بدلونونو او د دوه اړخیزه اړیکو په هکله خبرې او سلامشورې وکړې.
د ایران خارجه وزیر په دغو ټیلي فوني خبرو کښې د فلسطین او د غزې د تړانګې پرضد د صهیونیسټ رژیم د جنګي جنایتونو په غندلو سره امریکا په غزې کښې د صهیونیسټ رژیم په نسل وژنې کښې د بې قید او شرطه ملګرتیا کولو په دلیل د نړیوال مسوولیت لرونکي وبلله.
د عمان خارجه وزیر سید بدر البوسعیدي هم په دغو خبرو کښې د ایران او د عمان د ورورګلویزو اړیکو په پراختیا باندې ټینګار سره په غزې تړانګه کښې پایداره اوربند او دغه مقصد لپاره د نړیوالې ټولنې د اغیز شیندونکو اقداماتو او په پراخه سویه د انساني مرستو په استولو ټینګار وکړ.