د ایران او افغانستان ترمینځ دموجوده مسئلو پر حل د ایران د خارجه وزیر ټینګار
د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان د افغانستان د خارجه وزارت له سرپرست مولوی امیر خان متقي سره په کتنې کې دسرحدي او اوبو د مسئلو پشمول ددواړو هیوادونو ترمینځ دموجوده مسئلود حل په ضرورت ټينګار وکړ.
د ایران داسلامی جمهوریت خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان پرون ناوخته په تهران کې د افغانستان د خارجه وزارت له سرپرست امیر خان متقي سره په کتنې کې د غزې د ترټولو ورستیو بدلونونو او په دغې سیمې کې د نسل وژنې په تشریح کولو او د فلسطین له مظلوم ولس سره په مرستو کې د ټولو مسلمانو او آزادي غواړو هیوادونو د ملګرتیاپه ضرورتپه ټينګار سره ، د ایران او افغانستان د دوو اړخیزو اړیکو اهمیّت باندې په ټينګار سره هیله وښودله چې د افغانستان اوسني واکوالان دې په عملی بڼه کې د د موجوده مشکلاتو د ختمیدا لپاره ګام پورته کړي.
د ایران او افغانستان اړیکې، له هغه مهاله چې طالبان په ۲۰۲۱کال کې یو ځل بیا دغه هیواد کې قدرت ته ورسیدل ، په ځینو وختونو کې د تاؤتریخوالو شاهدې دې چې په هغو کې د سرحدي تاؤتریخوالو او حقابې موضوع اهمیّت لري.
د ایران دحقابه نه تامینید او وچکالۍ د ایران د سیستان او بلوچستان د خلکو لپاره ډیر مشکلات راولاړ کړي دي او په همدې اساس ایران د هیرمند د اوبو په باب د ۱۳۵۱ لمریز کال په تړون کې د اټکل شوو مادو دقیق او بشبړ اجرا غوښتونکی دی ، هیرمند سین د افغانستان د هندکش غرونو له سرچینه اخلی او وروسته ایران ته رسیږي،خو افغانستان د خپلو کرهڼيزو اړتیا د تامینولو لپاره پر دغه سین دمختلفو ډیمونو په جوړولو سره ایران ته د اوبو د رسیدا پر بهیر منفی اغیزې شیندلي دي.
څرګنده ده ، په افغانستان د واکمنې ډلې په توګه طالبان، د هیرمند تړون عملیاتي کولو او ددغه تړون په اساس د ایران د حقابه پوره کولو ته ژمن دي، طالب چارواکو په کرتو ژمنه کړې ده چې په دې زمینې کې له ایرانیو مسئولانو سره لازمه ملګرتیا کوي، د مثال په توګه،د افغانستان د خارجه وزارت سرپرست ا میر خان متقي له دې مخکې ټينګار کړی ؤ چې دغه ډله د ایران حقابه په رسمیّت پيژني او هیڅکله هم د ایران لپاره د مشکل د جوړولو غوښتونکي نه دي.
د نشه ایزو موادو د قاچاق،ایران ته د غیرقانوني واریدیدا لپاره د وسلوالو ډلوټپلو د هڅو او له ایراینو پوله ساتونکو سره د طالبانو د پوله ساتي ځواک څه ځله د ښکیلیدا په څير مشکلات هم داسې ترینګلتیاوې دي چې ددواړو هیوادونو پر اړیکو ئې اغیزې شیندلی دی او په ځينو موقعو کې ئې د دواړو لورو اړیکې تاؤتریخجنې هم کړي دي ،که څه هم دواړو لورو دغه تاؤتریخوالي زیاتره په ښه ډول حل کړي او د لازیاتو اختلافاتو د رابرسیره کیدا خنډ شوي دي ، خو بیا هم ځیني ترینګلتیاوې هماغه راز پاتې دي.
په عین حال کې باید په نظر کې ولرل شي، له هغو پیچلتیاؤ سره سره چې د حقابې او سرحدي مسئلو په څير د ایران او افغانستان ترمینځ په اړیکو کې په مختلفو سیاسی او امنیتی اړخونو کې شته دي ، دواړو لوروپه تیره بیا د اقتصادي او تجارتی اړیکوپه پراختیا ټینګار کړی چې البته دغه م وضوع په نورو حوزو کې هم د اختلافاتوپر کمیدا اغیزشیندلی شي.
افغانستان او ددیني ،کلتوري او ژبني مشترکاتو او دد کابو زرو کلومیټرو اوږدو مشترکو پولو د شتون په دلیل، د ایران د یو مهم ګاونډی هیواد حسابیږی،د ایران اسلامی جمهوریت تل په افغانستان کې د سولې د ټينګیدا او ددغه هیواد د ولس د مشکلاتو د ختمولو لپاره له هیڅ ډول مرستو ډډه نه ده کړې او په تیروکابو څلویښتو کلونوکې د میلیونونو افغان کډوالو کوربه دی،اوس هم له دوي لږترلږه پنځه میلیون افغان کډوال په ایران کې ژوند کوي او د ایران په اسلامی جمهوریت کې د ایرانیو ښاریزو په شان له درستو امکاناتو برخمن دي.
په دغه شان شرائطو کې طالبانو او د ایران د دیارلسم حکومت اوس داقتصادي اړیکو پشمول دمناسباتو په پراختیا متمرکز شوي دي او ددواړو هیوادونو د اقتصاد، صنعت، تجارت او کرهڼيزو حوزو د چارواکو او کارپوهانو څخه دجوړو پلاؤ دوامدار سفرونه هم په همدغه چوکاټ کې دي.
پر دې اساس د ایران او افغانستان چارواکي،د دووو اسلامی او ګاونډیو هیوادونو ترمینځ له هرډول تاؤتریخوالو څخه ددډه کولو او د اړیکو د ساتلو لپاره هوډمن دي او تمه کیږی هماغه شان چې د ایران خارجه وزیر هم وئيلی دي ،طالبان دې په عملی اقداماتو او همداراز ددواړو هیوادونو ترمینځ د ګډو موافقو په اجرائي کولو سره،د اقتصادي او تجارتی مبادلاتو پر زیاتولو سربیره ،د سرحدي موضوعګانو او د اوبو په زمینو کې موچو مشکلات هم حل شي.