درست نیواکي ټاټوبی د ایران د توغندیو په دقیق شیشت کې دي
د اسلامی انقلاب د معظم لارښود د دفتر مشر د ایران د اسلامی جمهوریت د دفاعي او پوخي توانمنیو لوړتیا ته په اشارې سره ووئيل، نن سبا د فلسطین په نیواکي ټاټوبو کې داسې هیڅ یوه سیمه او حوزه نشته چې د ایران د اسلامی جمهوریت د توغندیو په شیشت کې نه وي.
زمونږخبریال راپور ارکړحجة الاسلام محمد محمدي ګلپایګاني پورن د قم دجامعة المدرسین په عمومي دیارلسمې غونډې کې د اسلامی ایران د بوځ اوسپا ه پاسدارانو دفاعي توانمنیو ته په اشارې سریه ووئيل ودایران وسلوال ځواکونه هغه ځاي ته رسیدلی دي چې د ایټم بم لرونکو دوو زبرځواکونو،یعني چین او روسیې د اړتیاؤ لاسونه د ایران په لور اوږدۀ شوي دي .
هغه په دې خبرې په ټينګار سره چې دغزې غمیزه د فلسطینیانو داستان دی خو هغوی له ایرانه بیلګه اخستې ده، د فلسطین د اسلامی مقاومتي مبارزو ډلو ټپلو حرکت او د وحشي صهیونیسټي رژیم په وړاندې دهغوی کلکه د ریدا وستایله او وې وئيل،نن سبا دیمن والو کارهغه ځای ته رسیدلی چې د اسرائيلو کشتۍ مجبوره دي د خپل تګ راتګ لاره بدله کړي او دا موضوع دهغوي لپاره ډير زیات لګښتونه لري.
حجةالاسلام محمدي ګلپایګاني د اسرائيلو ماشوم وژونکي رژیم د جنایتونو په محکومولو سره د امریکاد جوبایډن حکومت د صهیونیسټانو له جنایتونو سره شریک وبالۀ او وې وئيل، د و روستیو میاشتو په پيښو کې نړیوالو د یهودیانو رسوائي مشاهده کړه ،ددې په ترڅ کې چې لویدیځوالو او اروپایانو هم په وروستیو پيښو کې د ورته کړچار درلودلی دی.