درست نیواکي ټاټوبی د ایران د توغندیو په دقیق شیشت کې دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i143942-درست_نیواکي_ټاټوبی_د_ایران_د_توغندیو_په_دقیق_شیشت_کې_دي
د اسلامی انقلاب د معظم لارښود د دفتر مشر د ایران د اسلامی جمهوریت د دفاعي او پوخي توانمنیو لوړتیا ته په  اشارې سره ووئيل، نن سبا  د فلسطین په نیواکي ټاټوبو کې داسې هیڅ یوه  سیمه او حوزه نشته چې  د ایران د اسلامی جمهوریت د توغندیو په شیشت کې  نه وي.
(last modified 2023-12-29T06:28:14+00:00 )
Dec 29, 2023 10:48 Asia/Kabul
  •  درست نیواکي ټاټوبی د ایران د توغندیو په دقیق شیشت کې دي

د اسلامی انقلاب د معظم لارښود د دفتر مشر د ایران د اسلامی جمهوریت د دفاعي او پوخي توانمنیو لوړتیا ته په  اشارې سره ووئيل، نن سبا  د فلسطین په نیواکي ټاټوبو کې داسې هیڅ یوه  سیمه او حوزه نشته چې  د ایران د اسلامی جمهوریت د توغندیو په شیشت کې  نه وي.

زمونږخبریال راپور ارکړحجة الاسلام محمد محمدي ګلپایګاني پورن د قم دجامعة المدرسین  په عمومي دیارلسمې  غونډې کې د اسلامی ایران د بوځ  اوسپا ه پاسدارانو دفاعي توانمنیو ته په اشارې سریه ووئيل ودایران وسلوال ځواکونه هغه ځاي ته رسیدلی دي چې د ایټم بم لرونکو دوو زبرځواکونو،یعني چین او روسیې د اړتیاؤ لاسونه د ایران په  لور اوږدۀ شوي دي .
هغه په دې خبرې په ټينګار سره چې دغزې غمیزه د فلسطینیانو داستان دی خو هغوی له ایرانه  بیلګه اخستې ده، د فلسطین  د اسلامی مقاومتي مبارزو ډلو ټپلو حرکت او د وحشي صهیونیسټي رژیم په وړاندې دهغوی کلکه د ریدا وستایله او وې وئيل،نن سبا دیمن والو کارهغه ځای ته رسیدلی چې د اسرائيلو کشتۍ مجبوره دي د خپل تګ راتګ لاره بدله کړي او دا  موضوع دهغوي لپاره ډير زیات لګښتونه لري.

حجةالاسلام محمدي ګلپایګاني د  اسرائيلو ماشوم وژونکي رژیم د جنایتونو په محکومولو سره د امریکاد جوبایډن حکومت د صهیونیسټانو له جنایتونو سره شریک وبالۀ او وې وئيل، د و روستیو میاشتو په  پيښو کې نړیوالو د یهودیانو رسوائي مشاهده کړه ،ددې په ترڅ کې چې لویدیځوالو او اروپایانو هم  په وروستیو پيښو کې د ورته کړچار درلودلی دی.