صهیونیسټ رژیم په غزې تړانګه کښې ماتي خوړلي ده
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان وویل: هغه څه چې صهیونیسټ رژیم په غزې کښې خپل هدف ټاکلی و بندون ته رسیدلی او له ماتي سره مخامخ شوی.
هغه بیګا د «مقاومت بیلګو» ته د تهران پوهنتون د میډال د ورکولو په مراسمو کښې چې په دغه پوهنتون کښې ترسره شول په دې خبرې سره چې صهیونیسټ رژیم په خپلو ارزوګانو پسې دی وویل اسرائیلو ویل چې په چټکۍ سره به حماس غورځنګ له مینځه یوسي خو تراوسه دغه غورځنګ له مینځه نه دی تللی.
د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان زیاته کړه صهیونیسټ رژيم ویل حماس د پوځي ، هوايي ، ځمکنیو او د سمندري عملیاتو له لارې بې وسلې کوي خو داسې ونشول.
عبداللهیان وویل د اسرائیلو نیواکګرانو ویل پوځي عملیاتو ته تر هغه وخت پورې دوام ورکوو چې له پوځي لارې د غزې تړانګې له ټونلونو او روغتونونو څخه د اسرائیلو پوځيان خوشي کړو خو صهیونیسټ رژیم تراوسه نه دی توانیدلی چې د اسرائیلو یو عسکر له پوځي لارې ازاد کړي او هغه څه چې هدف یې ټاکلی و بندون ته رسیدلی او اسرائیل له ماتي سره مخامخ شوي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان وویل نن سبا د صهیونیسټ نیواکګر رژيم واکمنانان او د امریکا چارواکي چې د حماس غورځنګ د له مینځه وړلو خبره یې کوله حماس غورځنګ ته پیغام استوي او له اسرائیلي عسکرو سره د فلسطیني بندیانو د تبادلې او له جنګ څخه وروسته د غزې تړانګې د اداره کولو د څرنګوالي په هکله په دریمګړو هیوادونو کښې له حماس غورځنګ سره خبرې کوي او دا ښودنه کوي چې د فلسطین مقاومت ډلې په خپلې سمې لارې کښې حرکت کړی دی او مقاومت ډلې توانیدلي دي ستر بریالیتوب ډالۍ کړي.