ایران تل د یمن د خلکو له ارادې او غوښتنې ملاتړ کوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i144144-ایران_تل_د_یمن_د_خلکو_له_ارادې_او_غوښتنې_ملاتړ_کوي
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر په تهران کې د یمن د ملي ژغورنې د حکومت د مذاکراتي ټیم له مشر«محمد عبدالسلام» سره په کتنه کې ټینګار وکړ: ایران تل د یمن د ولس له غوښتنې او ارادې ملاتړ کوي.
(last modified 2024-01-02T05:22:36+00:00 )
Jan 02, 2024 09:51 Asia/Kabul
  • ایران تل د یمن د خلکو له ارادې او غوښتنې ملاتړ کوي

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر په تهران کې د یمن د ملي ژغورنې د حکومت د مذاکراتي ټیم له مشر«محمد عبدالسلام» سره په کتنه کې ټینګار وکړ: ایران تل د یمن د ولس له غوښتنې او ارادې ملاتړ کوي.

د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې، د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر«حسین امیرعبداللهیان»، د یمن د ملي ژغورنې د حکومت د مذاکره کوونکې ډلې له مشر سره په کتنه کې، په یمن کې د سولې له بهیره د ایران د اسلامي جمهوریت د ملاتړ اعلانولو او د یمن او عربستان ترمنځ د خبرواترو له پرمختګ څخه د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ،وویل: ایران تل د یمن د خلکو له غوښتنې او ارادې ملاتړ کوي .

په دغه کتنه کې د یمن د ملي ژغورنې د حکومت د مذاکره کوونکې ډلې مشر هم د مقاومت له جبهې سره د ایران د اسلامي جمهوریت د دوامدار سیاسي ملاتړ قدرونه وکړه او په یمن کې د سولې د وروستیو بدلونونو په هکله یې د ایران د بهرنیو چارو وزیر ته معلومات ورکړل.

د یمن د ملي نجات د حکومت د مذاکره کوونکې ډلې مشر له دې مخکې د ایران د اسلامي شورا له مشر«محمد باقر قالیباف» سره کتنه او خبرې اترې کړې وې.