د کرمان د ترهه ګرې غمیزې دشهیدانو دجنازې دستورې سبا ترسره کیږي
(last modified Thu, 04 Jan 2024 07:49:11 GMT )
Jan 04, 2024 12:19 Asia/Kabul
  •   د کرمان د ترهه ګرې غمیزې دشهیدانو دجنازې دستورې سبا ترسره کیږي

د کرمان والی محمد مهدی فداکار نن سهار خبریالانو ته ووئيل،تردې دمه له ټپیانو په لسګونو کسان له روغتونونو رخصت شوي دي او نورو درملنه روان ده،البته ځيني پکې مرګي حاله راپور شوي دي.

د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو د قدس ځواک د وخت  د قوماندان شهید سردار قاسم سلیماني د شهادت د څلورم تلین  په دستورو کې  په کرمان کې د ګلزار شهدا هدیرې ته په تلونکي لاره کې په دغو دستورو کې د ګډون کونکو زیارتوالو په مینځ کې دوې زوروې بوږنونکي چاودنې شوي  چې له امله ئې ۸۴کسان شهیدان او  کابو ۲۸۴نور ټپیان شوي چې تر وروستیو پورې پکې اویا فیصدي شهیدان پيژندل شوي چې زیاتره ئې  م اوشمان  دي.

د ایران د اسلامی جمهوریت حکومت په دې مناسبت نن په درست ایران کې عمومی ویر اعلان کړی دی.

 په دې زمینې کې د کرمان والی محمد مهدی فداکار نن سهار خبریالانو ته ووئيل،تردې دمه له ټپیانو په لسګونو کسان له روغتونونو رخصت شوي دي او نورو درملنه روان ده،البته ځيني پکې مرګي حاله راپور شوي دي.

داپه داسې حال کې دي چې  د ایران د اسلامی جمهوریت دکورنیو  چارو وزیر  احمد وحیدي د خبریالانو په ټول کې ټينګارکړی دی،تورزړي ترهه ګر، عاملان او د هغوي ملاتړي دې د ایران د ملت له غوسې ووریږي. هغه په ډ اګه کړې ده ، وحشي ترهه ګر به ډير زر د ایران دا سلامی جمهوریت   دامنیتی او ا طلاعاتي ادارو په منګولو کې ګیر شي  او ښه مضبوطه څپیړه به وخوري.

ټاکل شوې ده د کرمان د ګلزار شهدا د غمیزې دشهیدانو  دجنازو دستورې به سبا دجمعې به ورَّځ ترسره شي.

Image Caption

 

ټیګونه