ترهه ګري د درستو ملتونو او حکومتونو لپاره  هراړخیزه خطره ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i144448-ترهه_ګري_د_درستو_ملتونو_او_حکومتونو_لپاره_هراړخیزه_خطره_ده
ناصر کنعاني زیاته کړې ده،له لویدیځوالو سره  په خبرواترو کې مو تل دغه خبره د دوي غوږونو ته رسولې ده چې ترهه ګري ښه او بد نه لري، او یو عمومی ګواښ دی اوا انساني سوله او امنیت   ګواښي.
(last modified 2024-01-08T07:25:25+00:00 )
Jan 08, 2024 11:52 Asia/Kabul
  • ترهه ګري د درستو ملتونو او حکومتونو لپاره  هراړخیزه خطره ده

ناصر کنعاني زیاته کړې ده،له لویدیځوالو سره  په خبرواترو کې مو تل دغه خبره د دوي غوږونو ته رسولې ده چې ترهه ګري ښه او بد نه لري، او یو عمومی ګواښ دی اوا انساني سوله او امنیت   ګواښي.

د ایران د اسلامی جمهوریت دخارجه وزارت ویندوي د کرمان په ګلزار شهدا هدیرې کې دترهه ګرې حملې په غبرګون کې ټينګار وکړ،ترهه ګري د درستو ملتونو او حکومتونو لپاره او د نړیوال امنیت او سولې لپاره عمومی خطره ده .

د ایران د خارجه وزارت ویندوي ناصر کنعاني نن په خبری کنفرانس کې ووئيل هغه کسان چې له ترهه ګرۍ  څخه  د خپلو  شومو موخو د پرمخ بیولو لپاره ناوړه استفاده کوي،باید پوهه شي  چې نړیوال  ،ا نساني ،حقوقي او اخلاقي مسئولیتونه ټول  له ترهه ګرو بهیرونو څخه دملاتړ له امله دوي ته متوجه دي او باید ځواب ووائي.

فارس خبری آژانس رآپور ورکړ، ناصر کنعاني زیاته کړې ده ،  له لویدیځوالو سره  په خبرواترو  کې مو تل دغه خبره د دوي غوږونو ته رسولې ده  چې ترهه ګري ښه او بد نه لري، او یو عمومی ګواښ دی اوا انساني سوله او امنیت   ګواښي.

د هغه په وینا،داعش  له سیمې ورآخوا د امنیتي  او استخباراتي  ادارو له خوا  پيژندل شوي ښکارنده ده او ورباندې ئې اعتراف هم  کړی، ،په تیرو کلونو کې ئې  دسیمې په سویه او له سیمې  ورآخوا هم سپير ترهه ګر اقدامات  کړي دي او  له هرڅه  زیات  دسیمې درست ملتونه   ددغو اقداماتو قربانیان دي