داعش ډله د صهیونیسټانو په شان بې ګناه خلک وژني
زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران ولسمشر سید ابراهیم رئیسي د تاجیکستان د ملي پارلمان له مشر «رستم امامعلي» سره په کتنه کښې ټینګار وکړ چې داعش د صهیونیسټانو په شان بې ګناه خلک وژني.
د ایران ولسمشر په دغه کتنه کښې وویل داعش ترهګره ډله چې امریکا او صهیونیسټ رژیم جوړه کړي ده د فلسطین په غزې تړانګه کښې د صهیونیسټ رژيم په شان د بې ګناه ماشومانو او د ښځو د وژلو کوشش کوي.
د ایران ولسمشر دغه راز له نشه ئیزو موادو او منظمو جرمونو او ترهګرۍ سره مبارزه د تاجیکستان او د ایران د ملګرتیاو ضرورت وباله او د افغانستان د ګاونډیو په توګه د دواړو هیوادونو ګډو مسائیلو ته په اشارې سره د داعش په شمول له ترهګرو ډلو سره د سیمې د ټولو هیوادونو د فعالې مقابلې پرضرورت ټینګار وکړ او ویې ویل داعش تفکیري ډله چې امریکا او اسرائیلو رژیم په ګډه جوړه کړي ده په غزې کښې د صهیونیسټ رژیم په شان د بې ګناه ماشومانو او د ښځو د وژلو کوشش کوي.
د تاجیکستان د ملي پارلمان مشر رستم امامعلي هم په دغه کتنه کښې په تیرو دوو کلونو کښې د ایران او د تاجیکستان د تجارت د اندازې پرله پسې زیاتیدا ته په اشارې سره په سیمه کښې ناامنۍ د دواړو هیوادونو ګډه اندیښنه او د تجارتي ملګرتیاو لپاره له خطر څخه ډک عامل وباله.
د تاجیکستان د ملي پارلمان مشر دغه راز د فلسطین د خپلواکه حکومت له جوړیدا د خپل هیواد د ملاتړ په اعلانولو سره په غزې کښې د څه د پاسه درویشت زره ملکي فلسطیني وګړو په شهیدولو کښې د صهیونیسټ رژیم جنایتونه وغندل.