د ایران په سیستان و بلوچستان کښې ستر ترهګر ووژل شو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i144474-د_ایران_په_سیستان_و_بلوچستان_کښې_ستر_ترهګر_ووژل_شو
زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران په جنوب ختیځ کښې د سیستان و بلوچستان ولایت د اطلاعاتو ادارې په یوې خبر پاڼه کښې د ترهګرو ډلو د یوه اصلي ملاتړي عامل د هلاک کولو خبر ورکړ.
(last modified 2024-01-08T23:18:40+00:00 )
Jan 09, 2024 02:15 Asia/Kabul
  • د ایران په سیستان و بلوچستان کښې ستر ترهګر ووژل شو

زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران په جنوب ختیځ کښې د سیستان و بلوچستان ولایت د اطلاعاتو ادارې په یوې خبر پاڼه کښې د ترهګرو ډلو د یوه اصلي ملاتړي عامل د هلاک کولو خبر ورکړ.

دغه ادارې پرون وویل د ایران په جنوب ختیځ کښې د ترهګرو ډلو یو اصلي ملاتړی عامل او وسله وال  ورانکار « اکرم ناروئي» د  دغه ولایت په بمپور کښې له استخباراتي او امنیتي ځواکونو سره په وسله واله جګړه کښې هلاک شو.

دغه وسله وال ورانکار د سیمې د تکفیري ترهګرو د نقل و انتقال او د عملیاتي ټیمونو  د ملاتړ او د وسلو په تامینولو کښې مهم رول درلود  او د وسله والو ورانکارو اقداماتو مخینه لري د راسک ښار د پولیسو په مرکز باندې وروستۍ حملې او دغه راز په تیر میلادي کال کښې د دوو حکومتي عسکرو په وژلو کښې د ایران د امنیت د ساتونکو او د امنیت پرضد له خیانت څخه ډک رول ادا کړی و.

د دغه ترهګر د نیولو لپاره له اقدام وروسته هغه په وسله وال مقاومت او په مامورانو باندې ډزو سره له کلابندۍ څخه د تښتیدا هڅه کوله چې د ایران د امنیت د ساتونکو ځواکونو په موقع اقدام او هوښیارۍ سره دغه وسله وال ورانکار هلاک شو او له هغه سره بل ملګری تروریسټ هم ونیول شو.