اوسنی افغانستان د یوې نوې ناکامۍ د منلو توان نه لري
د ايران د اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره د افغانستان د ستونزو د رېښو او د هغو د حل په باب، د خپل نظر په څرګندولو سره ټينګار وکړ، د نړيوالې ټولنې او نړيوالو سازمانونو لپاره لازمه ده، دې حقيقت ته پاملرنه وکړي چې "اوسنی افغانستان د یوې نوې ناکامۍ د منلو توان نه لري".
د ایرنا د خبر له مخې، د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت په دغه بیانیه کې اعلان وکړ، د ایران اسلامي جمهوریت د ملګرو ملتونو د منشور د یوه لومړني لاسلیک کوونکي په توګه، د رغنده نوښتونو د ملاتړ ترڅنګ، چې د افغانستان د سولې، ثبات، امنیت او ځمکنۍ بشپړتیا ضمانت وکړي، په دې باور دی چې په افغانستان او سیمه کې ثبات او امنیت، دا ایجابوي چې ملګري ملتونه د خپلو دندو او مسئولیتونو په ترسره کولو کې، بشري مسایلو، ستونزو او شرایطو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
په دغه بیانیه کې راغلي چې د ایران اسلامي جمهوریت د پخوا په څېر، په تېرو دوه نیمو کلونو کې هم هڅه کړې، چې د امریکې له نیواک وروسته د افغانستان د سختو شرایطو په درک او د افغانانو د کړاوونو د کمولو لپاره، پر یوې داسې لارې تګ وکړي، چې د دې هېواد عزتمند خلک دې د بهرني اشغال د دورې له کړاوونو سره د مقابلې توان ولري.