د ایران سمندري ځواکونو د امریکا د تېلو وړونکې کښتۍ نیولې ده
د ایران د اسلامي جمهوریت د سمندري ځواکونو عامه اړیکو، د محکمې په حکم سره، د عمان په سمندرګي کې د امریکې د تیلو وړونکې کښتۍ د نیولو خبر ورکړ.
د ایسنا خبري آژانس د خبر له مخې؛ په تېره مې میاشت کې د «سویز راجان» بېړۍ له سرغړونې او د امریکا له لوري د ایراني تېلو له غلا کولو وروسته، د تیلو یاده کښتۍ د نیکولاس ST په نوي نوم سره د پنجشنبې په سهار د عمان سمندرګي په اوبو کې ونیول شوه.
روان کال د سویز راجان سرغړونکې کښتۍ د امریکا په لارښوونه د ایران د اسلامي جمهوریت د تیلو کارګو غلا کړې او د دغه هېواد بندرونو ته یې لیږدولې او امریکا ته یې سپارلې وه.
د تیلو دغه کښتۍ چې نوم یې په نیکولاس ST بدل شوی دی، د عمان په سمندر کې د تیلو د وړلو په حال کې وه چې د امریکې لخوا د تیلو د غلا په غچ کې د ایران د اسلامي جمهوریت د ستراتیژیکو سمندري ځواک لخوا د محکمې په حکم او د بندرونو او بار وړلو ادارې په منظورۍ ونیول شوه چې اسلامي جمهوریت بندرونو ته د لیږدولو او قضایي چارواکو ته د سپارلو په حال کې ده.
تر دې مخکې د سکای نیوز عربي چینل د بریتانیا د سمندري سوداګرۍ د عملیاتو د ادارې په حواله راپور ورکړی وو، چې د عمان له سواحلو څخه ۵۰ سمندري میله ختیځ کې د یوې پېښې راپور ترلاسه کړی دی.
د بريتانيا د سمندري سوداګرۍ د عملياتو سازمان د اعلان له مخې، د مسقط چارواکي د عمان په ختيځ ساحل کې د دغې امنيتي پېښې په اړه د څېړنې په حال کې دي.
د بریتانیا د سمندري سوداګرۍ سازمان همدارنګه اعلان کړی چې دوی له عمان ته نږدې پر یوې کښتۍ د څو وسله والو کسانو د پورته کېدو راپور ترلاسه کړی.
دغه سازمان اعلان کړی چې له هغې کښتۍ سره چې پرې برید شوی اړیکه نه شي نیولی.