د ایران ولسمشر د یمن د ستر ملت د زړورتیا درنښت وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i144760-د_ایران_ولسمشر_د_یمن_د_ستر_ملت_د_زړورتیا_درنښت_وکړ
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د اسلامي ایران ولسمشر سید ابراهیم رئیسي پرون د یمن د لوړې سیاسي شورا د مشر« مهدي المشاط» ټیلي فوني تماس ته په ځواب کښې د فلسطین له مظلومو خلکو په ملاتړ کښې د یمن د ستر ملاتړ د زړورتیا درنښت وکړ او د بیلابیلو هیوادونو لپاره په سمندر کښې د کشتیو د تګ راتګ د امنیت د ساتلو پر سیاست یې ټینګار وکړ.
(last modified 2024-01-14T20:16:45+00:00 )
Jan 15, 2024 00:32 Asia/Kabul
  • د ایران ولسمشر د یمن د ستر ملت د زړورتیا درنښت وکړ

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د اسلامي ایران ولسمشر سید ابراهیم رئیسي پرون د یمن د لوړې سیاسي شورا د مشر« مهدي المشاط» ټیلي فوني تماس ته په ځواب کښې د فلسطین له مظلومو خلکو په ملاتړ کښې د یمن د ستر ملاتړ د زړورتیا درنښت وکړ او د بیلابیلو هیوادونو لپاره په سمندر کښې د کشتیو د تګ راتګ د امنیت د ساتلو پر سیاست یې ټینګار وکړ.

د اسلامي ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي په دغو ټیلي فوني خبرو کښې د فلسطین د لسګونو زره ښځو او د ماشومانو پرضد د جنایتونو د ترسره کولو په دلیل صهیونیسټ رژيم نسل وژونکی رژیم وباله کوم چې د نړۍ ملتونو غندلی دی.

هغه د یمن په خلکو باندې په حملې کښې د امریکا د اقدام د غندلو په ترڅ دغه برید د امریکا د بشري حقوقو ضد او د تیریګر او د حقیقي ماهیت ایشواکونکی وباله او ډاګینه یې کړه بې شکه دا ډول حملې  د هغو خلکو پرضد چې کلونه کلونه یې د پردیو هیوادونو د تیریو په مقابل کښې مقاومت کړی دی او نن سبا هم د فلسطین د مظلومو خلکو په دفاع کښې اغیز شیندونکی رول لوبوي د نړۍ د ازادي غواړو ملتونو لخوا به وغندل شي.

ابراهیم رئیسي په دوام کښې د فلسطین له مظلوم ملت څخه ملاتړ د ایران د اسلامي جمهوریت اصولي دریځ وباله او ټینګار یې وکړ د صهیونیسټ رژيم ظلم  به هم د فلسطین د ملت په نهايي بریالیتوب سره پاې ته ورسیږي.

د یمن د لوړې سیاسي شورا مشر مهدي المشاط هم وویل د فلسطین د غزې تړانګې د مظلومو خلکو په ملاتړ او له صهیونیسټ رژيم سره د مقابلې لپاره  په خپلو دریځونو کښې ثابت قدمه یوو او هیله من یوو چې اسلامي امت د صهیونیسټ رژيم او د هغه د ملاتړو هیوادونو د انسان ضد جنایتونو او د روانو بدلونونو په هکله د حقیقت د بیانولو لپاره له خپلو ظرفیتونو استفاده وکړي.